ځیګر؛ د بدن مهم او حیاتي غړی

ليکنه او راټولونه

ځیګر د بدن تر ټولو لوی قوي غړی دی او د انسان په بدن کې تر ټولو لویه غدود دی. دا د ۵۰۰ څخه ډېرې اړین دندې تر سره کوي. د هاضمې سیسټم د یوې برخې په توګه کټګورۍ، د ځیګر رولونو کې د جلا کېدو، د پروتین ترکیب…

ځیګر د بدن له سترو او مهمو اعضاوو څخه دی چې د وینې تصفیه کول، له بدن څخه زهري او د فاسدو موادو خارجول، غذایي مواد په انرژي بدلول او ویټامینونو او منرالونو ذخیره کولو سربېره ۵۰۰ مهم او حیاتي فعالیتونه ترسره کوي.

د بدن دغه برخه چې څومره مهمه ده په هماغه اندازه نازک او زیان منوونکی هم دی او که ځانګړې پاملرنه یې ونه شي انسان په بې شمېره ناروغیو اخته کېږي.

زموږ بدن په ورځني ډول د فعالیتونو ترسره کولو لپاره ځانګړې اندازه اوبو ته اړتیا لري چې د یو شمېر روغتیایي څېړنو او پلټنو پر بنسټ دغه اندازه په ورځني ډول لږ تر لږه یو لېټر دی چې د بدن وزن پر بنسټ توپیر کوي؛ هره ورځ له اتو تر لسو ګیلاسو پورې اوبه څښل د ځیګر د پاکوالي ترڅنګ له ګڼو ناروغیو مو هم ژغوري.

په امریکا کې څېړنې ثابته کړې چې په ورځني ډول اړینه اندازه اوبه نه څښل انسان د ځیګر په ګڼو ناروغیو اخته کولی شي چې په پایله کې د ځیګر د له منځه تلو لامل هم ګرځېدای شي.

فنکشل مېډېکل انسټیټیوت لخوا ترسره شوې دغې څېړنې کې ویل شوي که چېرې بدن د اوبو له کمښت سره مخ شي نو دا په نېغه توګه د ځیګر د زهري موادو خارجولو وړتیا اغېزمنوي.

د دغې څېړنې پر بنسټ کله چې ځیګر د اوبو له کمښت سره مخ کېږي، نو له بدن څخه د پاملرنې وړتیا یې اغېزمنه کیږي چې په پایله کې د مختلفو ناروغیو خطر زیاتېږي.

په څېړنه کې ویل شوي چې په کافي اندازه اوبه څښل خپل عادت ګرځول د ځیګر د مختلفو ناروغیو خطر کې د پام وړ کمی لامل ګرځېدای شي.

څېړونکي وایي چې د اوبو کمښت سربېره له اندازې زیاته بوره کارول هم د ځېګر د ناروغیو ګواښ زیاتوي. د ځېګر له ناروغیو خلاصون لپاره له ساړه مشروباتو او ډېره بوره لرونکو خوړو څخه باید ځان لرې وساتل شي.

د څېړونکو په وینا ټول بدن ګلوکوز په میټابولز بدلولو کار کوي خو یوازې د ځېګر حجرات بوره تجزیه کولی شي او که چېرې له اندازې زیاته وي نو څېګر باید د اوږدې مودې لپاره پرې کار وکړي چې د وخت له تېرېدو سره ځېګر ته نه جبرانیدونکي زیان اړوي.

وروستي مطالب