ځينې خلک ولې تل نارامه وي؟

ژباړه

نارامي د ذهن یو حالت دی، چې لسګونه لاملونه لري؛ خو زیاتره وخت نارامي ذهني ستړیا ده چې اختلال/ ګډوډي یې نشو ګڼلی. خو که تلپاتې او اوږدمهاله شي، په دې صورت کې به یې ژورخفګان او اروایي لامل وي.

۱ – ډېری وکړي نارامه وي ځکه په ژوند کې یې غوښتنې ترلاسه کړي نه دي، خو د نفس له لیدلوري ارامښت هغه وخت ترلاسه کېږي چې هر څه په خپل ځای شي، خو د ارواح له نظره لومړی ارامښت ترلاسه کوم بیا هر څه په خپل ځای ږدم؛ نه دا جملې اشتباه دي. باید زده کړو چې له ځان څخه بې ځایه تمې ونه لرو او پر ځان فشار زیات نه کړو. ژوند یو بدلېدونکی څیز دی او اوسنی حالت د ټول ژوند استازیتوب نشي کولای.

۲ – بل دا چې ډېری خلک نارامه دي ځکه دوی کمال ګرا دي. کمال ګرايي یو ډول ګډوډي نه ده خو د خلکو د نارامۍ اصلي لامل دی. کمال ګرا انسانان تل تر ټولو غوره څیزونه غواړي او د هرې چارې اوج په پام کې نیسي. له معمولي اوسېدلو وېرېږي، له ماتې وېره لري، له تېروتنې وېرېږي. مثلا که هر څه سم وي، دوی هم خوښ وي. د بهترین والي او بې ساريتوب د کمال ګرا خلکو د نارامۍ اصلي لامل دی. البته چې غوره اوسېدل ښه دي، مګر داسې هم نه چې خپل ارامښت له لاسه ورکړو او تل تر ټولو غوره کس واوسو. ژوند لوړې او ژورې لري. په ژورو کې هڅه او په لوړه کې تواضع/ کمیني تر ټولو غوره حللاره ده.

۳ – زیات فکر کول د نارامۍ سبب کېږي. بیا هم کمال ګرا وګړي ذهني بوختیا لري. اسټرېس هم د نارامۍ لامل دی، خو خو اسټرېس له وېرې رامنځته کېږي او وېره له کمال ګرايۍ.

۴ – د مینې کمښت د وګړو د نارامۍ او غوسې اصلي لامل دی. په ګڼه ګوڼه او غالمغالي کورنۍ کې لویېدل او چې د مینې کمښت هم وي، د دې سبب ګرځي، چې یو کس په تدریجي ډول په ژور خفګان اخته یا ګوښه شي.

۵ – د منفي اندو وګړو سره تګ راتګ هم د نارامۍ سبب ګرځي؛ ځکه دوی د انسان څخه هیله سلبوي او ناهلي ورته ډالۍ کوي.

۶ – قناعت نه کول هم د نارامۍ لامل دی، ځکه اورېدلي مو دي چې قناعت د نېکمرغۍ سبب ګرځي. خپلو شتو ته فکر وکړو او له هغې خوند واخلو په هغه څه چې نه یې لرو تمرکز ونه کړو.

۷ – ځان کم ګڼل د نارامۍ یو بل لامل دی. ځان کم ګڼونکی انسان که هر څو خپل ژوند کې بریالیتوبونه ولري، په خپلو عیبونو څرخي او تېر ته نظر نه کوي، هغه وختونه چې ښه وختونه وو.