Advertisements
سیاست

ځوان موکلین او نا ځوانه وکیلان

لیکنه: نعمان دوست

جلال اباد ښار کې وړمه ورځ چاودنه وشوه. چاودنه انتخاباتو ته د نوم لیکنې یوه مرکز ته نږدې وشوه. اوه کسان یې ټپیان کړل او وینو یې شاوخوا سیمه رنګ کړه.

دې مرکز ته راغلي خلک پوهیدل چې د ټاکنو لپاره نوم لیکنه له ګواښونو ډکه ده. دوی ته د کابل تازه (ثور دویمه) خونړۍ پیښه یاده وه، هغه پیښه چې د نهمې امنیتي حوزې اړوند د تذکرو د ویش په یوه مرکز کې وشوه، شاوخوا (۷۰) تنه یې ووژل او له (۱۰۰) ډیر یې ټپیان کړل.دې خلکو هم تذکرې اخیستې چې د ټاکنو لپاره ترې استفاده وکړي، خو ووژل شول او په وینو رنګ شول.

د رایه ورکوونکیو پر وړاندې دغه شان مرګونې پیښې تازه نه دي. د ۲۱۰۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو له رایه ورکوونکیو سره هم په هرات کې یو دردونکی او غیر انساني عمل شو. په دغه پیښه کې له یوولسو کسانو چې سپین ږیري هم پکې وو، ګوتې د رایې ورکونې په جرم(!) پرې شوې.
خو، خلک په شا نشول او لا هم مخ پر وړاندې روان دي او په دغه ملي پروسه کې برخه اخلي.

خلک ولې خطر مني؟
زمو خلک له نږدې ۴۰ کلونو راهیسې وژل کیږي. دا وژنې عموماً د واک د ترلاسه کولو په سیالیو کې روانې دي. دې خونړیو سیالیو وطن لولپه کړ او خلک یې تباه کړل. ولس له همدې حالت څخه د وتلو هیله لري. دا هیله ورته د زور په ځای په مدني لارو د واک ترلاسه کولو پروسه ښکاري او دا پروسه ټولټاکنې دي.

خلک ملامت نه دي. خلک د همدې پاک ارمان لپاره رایه ورکوي او په دې تمه وي چې ارمانونو سره به یې خیانت نه کیږي او نماینده ګان به یې د وضعیت د بهبود لپاره له خپلې قانوني مجرا کار اخلي. پر حکومت به فشار واردوي او د خلکو د ژوند د بهبود لپاره به لومړیتوب ورکوي؛ خو دریغا چې داسې نه کیږي.

نه مړه کیدونکې هیله
موږ په تیرو نږدې دوه لسیزو کې د ولسمشرۍ لپاره درې ځلې ټاکنې تجربه کړې. لومړي او دویم ځل کې حامد کرزي واک ترلاسه کړ او درېیم کې محمد اشرف غني.

دغه شان موږ له ۱۳۸۴ کال راهیسې ( د ولسي جرګې لومړۍ ټاکنې) تر اوسه څو ځلې د ولسي جرګې او ولایتي جرګې انتخابات تجربه کړل او ولس په کې د سر په قیمت رایه ورکړه. که څه هم ولس خپلو ارمانونو ته نه دی رسیدلی او په کوم نیت چې یې رایه کارولې وه، هغه نه دی پوره شوی؛ خو بیا هم د یو ستر ارمان لپاره ګواښونو ته غاړه ورکوي او بیشکه دا ارمان د یوې قانونمندې او سوکاله ټولنې جوړول دي.

ناځواني
بریالي کاندیدان ( ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولایتي شورا) د ولس له قربانیو خبر دي؛ خو ځینو ته یې ولس یوازې د کمپاین په ورځو کې مهم وي او بس. دوی ونشو کولای چې د هغوی ارمانونه پوره کړي او یا یې د پور کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

تر دې لویه مسخره به بله چیرته وي چې د ولس د استازو کور اوس د رهنمای معاملاتو په نوم یاديږي! ځکه په همدې کور کې د ولس په رایو معاملې کیږي، د شخصي ګټو لپاره، د تنظیمي او قومي ګټو لپاره.

د جرګې ګڼ غړي یوازې په دې فکر کې دي چې څنګه آن د خپل راتلونکي شلم نسل ژوند هم جوړ کړي او راحت ژوند ورته له اوسه نقشه کشي کړي.

څه کول په کار دي؟
پرته له دې چې رایه ورکړو، په دقت یې ورکړو، د وطن د خیر ښیګڼې لپاره یې ورکړو بله لاره نلرو.

ځینې خلک ناهیلي شوي او حق یې هم دی. د همدې ناهیلیو له کبله وايي چې نور رایه نه ورکوي؛ خو له دې ناخبره دي چې دا تصمیم به یې د اوسني ناوړه وضعیت عمر لا هم اوږد کړي. هغه کسان چې دوی یې ناهیلي کړي، هغوی به هماغه شان په موقف کې پاتې شي او خپلې سوداګرۍ ته به ادامه ورکړي.

ښه خبره دا ده چې خلک د قوم، ژبې، ګوند او نورو شخصي ملحوظاتو لومې وشلوي، تجربه شوي ناکامان بیا تجربه نکړي. هغوی ته رایه ورکړي چې د خیر تمه ترې کیږي او چې بریالي شول بیا ترې وخت په وخت د خپلو رایو پوښتنه وکړي. دا پوښتنه په انفرادي توګه نه کیږي، په کوم تعداد چې د رایې ورکونې لپاره ځي په هماغه تعداد دې د خپل منتخب وکیل انګړ ته ور ننوځي او د انتخاباتي کمپاینونو د شعارونو تطبیق دې ترې وغواړي.

که په همدې نیت رایه وکارول شي او بیا په همدې ډول د خپلو رایو پوښتنه وشي، ډاډه یم چې هیڅ وکیل به د فساد او ناوړه استفادې جرات ونکړي.

محمد نعمان دوست
د ثور ۹مه، ۱۳۹۷

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نعمان دوست

نعمان دوست تکړه افغان لیکوال، ژورنالیست او ټولنیز فعال دی. دا لیکنه یې په ځانګړې توګه د یاران لپاره ده.