ځواني دانې؛ لاملونه او درملنه

ليکنه او راټولونه

ځواني دانه یوه عامه ناروغي ده چې د پوستکي د دانو په منځ ته راتللو سره معلومېږي.

ځواني دانې د پوستکي یوه التهابي ناروغي ده چې د پوستکي د داغونو لامل ګرځي. دغه داغونه د پوستکي د مړو حجرو او د پوستکي د غوړوالي د راټولېدو په پایله کې منځته راځي، چې د پوستکي د سطحې د وړو سوریو او وېښتانو د ریښو د بندېدو لامل ګرځي. ډېری دا ډول داغونه پر مخ او اوږو لیدل کېږي.

دا ناروغي ساري نه ده او د ناپاکۍ سره هم تړاو نه لري. هورموني بدلونونه په ځانګړي توګه هغه هورمونونه د ناروغي په منځته راتګ کې رول لوبوي چې د بلوغ، میاشتني عادت او امیدوارۍ سره تړاو لري.

ځینې درمل د ناروغۍ د شدت لامل ګرځي لکه  حاملګۍ  ضد درمل او سټرایدونه.

ډېری وګړي د ځوانۍ په دوره کې په ناروغۍ اخته کېږي. په نجونو کې ځواني دانې تر ډېره د ۱۴ـ۱۷ کلنۍ په عمر کې پیدا کېږي حال دا چې په هکلوکانو کې د ۱۶ـ۱۹ کلنۍ کې لیدل کېږي او کېدای شي چې تر دېرش کلنۍ دوام وکړي.

ځواني دانې په معمولي ډول پر مخ، غاړه، د سینې پر قفس، شا او پر اوږو باندې لیدل کېږي.

ځواني دانې هم خپل ډولونه لري لکه:

سپین سر لرونکې ځواني دانې

تور سر لرونکي ځواني دانې

سور رنګ لرونکې ځواني دانې

څنګه کولای شو د ځواني دانو مخنيوی وکړو؟

ځوانې دانې د کنټرول او درملنې وړ دي، خو د درملنې ترڅنګ باید ناروغ، څو ټکي ته پام وکړي ترڅو هم د درملنې اغېزه پاته شي او هم د ناروغۍ د دوهم ځل راښکارېدو نه مخنیوی وکړي.

ـ خپل مخ مو په ورځ کې دوه ځله په اوبو او مناسب صابون ومینځئ.

ـ د پوستکي د ټینګ موښلو څخه مخنیوی وکړئ.

ـ پر دانو باندې د فشار راوړلو، د دانو کښلو او لاس وهلو څخه ډډه وکړئ.

ـ ستاسې درملنه پوره وخت ۳ نه تر ۶ میاشتو پورې او د دوا منظم استعمال ته اړتیا لري.

ـ پوستکي مو د لمر وړانګو څخه وساتی.

ـ دسینګاري موادو د استفادې پر مهال دقت وکړئ، تر ډېره وخته پوري سېنګاریز مواد پر مخ باندې مه پرېږدئ او د هغه موادو څخه ګټه واخلئ چې غوړ ونه لری.

ـ وهم، سټرس، او تشویش د ځواني دانو د ډېرېدو سبب کېږي، سپورټ وکړئ وروسته له سپورټ خپل مخ په مناسب صابون پرېوېنځئ.

وروستي مطالب