ځوانان د خپل هؤیت ساتنه کوي

ژباړه: فاطمه صالحي

هر کله چې موږ ځينې ټولنې پدې موصوفوو چې هغه ژوندۍ او ويښې ټولنې دي، کومې چې د بقاء،  پرمختګ او کمال پر لور حرکت کوي. دغه توضيحات او نومونې اکثره د هغې ټولنو د ځوان  قشر ځانګړتياوو ته په کتلو پورې اړه لری. همدارنګه کله چې موږ د روڼتیا، پاکۍ، مينې، خوښۍ، ويښتيا، ځواک او مخ پر ودې استعدادونو په اړه خبرې کوو، نو پوهيږو چې دا ټولې ځنګړنې د يوي ټولنیې په ځونانو پورې اړه لري ځکه چې اوس مهال د ځوانانو قشر د يو ملت او ټولنې د پرمختګ استازولي کوي. او همدغه ځوانان دي چې د يو هېواد د راتلونکې جوړونکي دي. د اسلامي تربيې له مخې د ځوانۍ مرحله د پوهې، او انساني کمال د لاسته راوړلو د مرحلې پيل ګڼل کيږي،  ځکه چې په دغه مرحله کې ځوانان د علم،  پوهې، هوښيارتيا، بصيرت او قوت څخه برخمن کيږي او پرته له تقليد څخه يو ايډيالوژيک ليد غوره کوي. هغه ليد چې د غوښتنو او حواسو پر اساس خپل غرائز کنټرول او یا له منځه وړي،  خپل رفتار او کارونه سمبالوي او په پوره ډول يو غوره فردي او ټولنیز ژوند غوره کوي. ددې ترڅنګ ځوانان د ځونانو د ټولنیزو او اقتصادي امورو په ترسره کولو کې قدرت مومي چې د خلکو په منځ کې د خپل هدف پر لور ګامونه اوچتوي.

  • هغه ننګونې چې ځوانان ورسره مخ دي ډيری وختونه موږ وينو چې د تېر عمر د مرحلو منفي عواقب د ځوانانو د ژوند په اوسنۍ مرحلې منفي اغیزې لرلې .  موږ په خپل شاوخوا کې د عمر په لحاظ ډير ځوانان وينو چې دوی د خپل مخکیني عمر په مشخصاتو کې بند وي، ځکه چې د خوارۍ او غريبۍ له امله يې خپله هيله او هدف له لاسه ورکړي وي. نه يوازي دا چې د مسؤليت منلو قدرت نلري بلکې د اقتصادي او ټولنیزو کارونو په اداره کولو کې د ناخوالو سره مخ وي او د راتلونکې لپاره د علمي،  عملي او اجتماعي پروژو د تطبيق توان نلری. همېشه د بهرنيو اشخاصو تر تسلط لاندې وي او د هغوی د اصولو،  ارزښتونو او خويونو پيروي کوي چې هېڅ داخلي ژمنتيا او پوهه ورڅخه نه څرګنديږي. ځينې وختونه ځوانان د تېر او اوسني ژوند د ځانکړتياوو او د اسلام مبارک دين له اصولو او قوانينو څخه ډير لرې ځي چې په فکري، اخلاقي او عملي انحرافاتو اخته او بلاخره خپل قيمتي وخت او ژوند ضايع کوي. په حديث شريف کې له حضرت علی (رض) څخه روايت دی: «د ځوانۍ په حالت کې په انسان داسې حالات راځي چې د ګناه اراده وکړي نو طاقت يې ورته هڅوي، د نفس غوښتنې ګناه ورته ښايسته ښکاره کوي او بدن يې ورته راکاږي،  تردې چې ګناه وکړي او دی له ايمان او ايمان له ده نه لرې شي».  دا هغه څه دي چې زموږ د تربيوي عمل پر وړاندې د لويو ننګونو ښکارندویي کوي.
  • هغه ننګونې چې ځوانان ورسره مخ دي ډيری وختونه موږ وينو چې د تېر عمر د مرحلو منفي عواقب د ځوانانو د ژوند په اوسنۍ مرحلې منفي اغیزې لرلې .  موږ په خپل شاوخوا کې د عمر په لحاظ ډير ځوانان وينو چې دوی د خپل مخکیني عمر په مشخصاتو کې بند وي، ځکه چې د خوارۍ او غريبۍ له امله يې خپله هيله او هدف له لاسه ورکړي وي. نه يوازي دا چې د مسؤليت منلو قدرت نلري بلکې د اقتصادي او ټولنیزو کارونو په اداره کولو کې د ناخوالو سره مخ وي او د راتلونکې لپاره د علمي،  عملي او اجتماعي پروژو د تطبيق توان نلری. همېشه د بهرنيو اشخاصو تر تسلط لاندې وي او د هغوی د اصولو،  ارزښتونو او خويونو پيروي کوي چې هېڅ داخلي ژمنتيا او پوهه ورڅخه نه څرګنديږي. ځينې وختونه ځوانان د تېر او اوسني ژوند د ځانکړتياوو او د اسلام مبارک دين له اصولو او قوانينو څخه ډير لرې ځي چې په فکري، اخلاقي او عملي انحرافاتو اخته او بلاخره خپل قيمتي وخت او ژوند ضايع کوي. په حديث شريف کې له حضرت علی (رض) څخه روايت دی: «د ځوانۍ په حالت کې په انسان داسې حالات راځي چې د ګناه اراده وکړي نو طاقت يې ورته هڅوي، د نفس غوښتنې ګناه ورته ښايسته ښکاره کوي او بدن يې ورته راکاږي،  تردې چې ګناه وکړي او دی له ايمان او ايمان له ده نه لرې شي».  دا هغه څه دي چې زموږ د تربيوي عمل پر وړاندې د لويو ننګونو ښکارندویي کوي.

په همدې اساس ټولن پوهان ځوانانو ته دا لارښونه کوي چې تر څو د خپلو ځانکړنو او وړتياوو په کارولو سره خپل انفرادي او ټولنيز مسوليتونه ترسره او د يو ښه ژوند د ترلاسه کولو لپاره د الله(ج) په ښوودلې لاره روان شي. همدغه تربيوي عمل دي چې د عمر په ټولو مرحلو کې د مسلمانانو ځوانانو د  پرمختګ او بدلون لپاره لاره هواروي او همدارنګه د هغو ستونزو، انحرافاتو او اختلافاتو ښودنه کوي د کومو سره چې ځوانان د عمر په مختلفو مرحلو لکه ښوونځي او پوهنتون او ټولنیز ژوند او د جګړې په په ډګر کې ورسره مخ کيږي. تر څو هغه اصلاح او له منځه يوسي. يو هم له هغې ستونزو څخه کمپوټري لوبې او ټولنيزې رسنۍ لکه فيسبوک يوټیوب، ټيک ټاک… دي چې ډيری ځوانان ورباندې بوخت او د خپل ژوند يو هدف يې ګرځولي، دقیقأ  دا هغه څه دي چې ناسمه او بې موخې ګټه اخيستنه ورڅخه د ټولنې د وروسته والي تباهۍ او بربادۍ لامل ګرځي.

  • د مسلمانو ځوانانو د هويت مختلف اړخونه:

ممکن موږ ځوانان په فردي ډول په نظر کې ونیسو او هغه مسؤليتونه يې مطالعه کړو کوم چې يوازي يو فرد پورې اړه لري، ياهم هغه مسؤليتونه چې ټولنیز اړخ لري او د يو فرد په کورنۍ،  خپلوانو او ګاونديانو (چاپېريال) پورې مربط کيږي او يا يې هم هغه مسوليتونه په نظر کې نيسو کوم چې لږ پراخه اړخ  لکه په ښار، وطن عامه ټولنو لکه اسلامي امت، نړيوالو ټولنو او هيوادونو پورې اړه لري. چې هر يو له دې څخه ځانته مشخصات او مميزات لري او ددې هر يو پېژندل ځانته مهارت او تګلاره غواړي چې يو ځوان بايد ورڅخه خبر اوسي.  په یوې محدودې تنګې ټولني کې د اوسيدلو پرځاي د يو نړيوال اسلامي تمدن په رامنځته کولو کې پوره پوره ونډه واخلي.

  • د ځوانۍ نعمت څخه څنګه ګټه پورته کړو؟

ديني او مذهبي نصوصو ته په مراجعه کولو سره دا خبره په ډاګه کيږي چې ځواني يو نعمت دی او له دغه نعمت څخه بايد په سمه توګه ګټه پورته کړای شي. چې دلته د هعۍ ټولو نصوصو يادونه کول ستونزمن دي نو په همدې اساس موږ يوازي د دوو اساسي مسئلو څخه يادونه کوو:

لومړی: هغه احاديث چې د رسول الله(ص) څخه رانقل شوي ددې مسئلی ټینګار کوي چې يو مسلمان ځوان بايد د دنيا د ښکلا، خوښيو،  ساتېريو او خوندونو څخه لرې د الله(ج) په اطاعت کې خپله ځواني مصرف کړي. په يو مبارک حديث کې راځي «إن أحب الخلائق الى الله عزَّ وجلَّ شاب حَدَثُ السن في صورة حسنة جعل شبابه و جماله لله و في طاعته، ذلك الذى يباهي به الرحمن ملائكته و يقول: هذا عبدي حقاً»

ژباړه: يقينا  په مخلوقاتو کې الله (ج) ته ته ډیر نږدې هغه ځوان دی چې خپله ځواني او ښايست يې الله (ج) او د هغه په اطاعت ته ځانګړي کړي وي. او دا هغه څه دي چې رحمن ذات پرې د ملائکو ترمنځ فخر کوي او وايي: دا زما ريښتيني بنده دي.

په بل حديث شريف کې راځي «ما من شاب يدع الدنيا و لهوها و أهرم شبابه في طاعة الله إلا أعطاه الله أجر اثنين و سبعين صدِّيقاً» ژباړه: هيڅ يو داسې ځوان نشته چې هغه د دنيا او د هغې ساتيريانې پريږدي او خپله ځواني د الله تعالی په اطاعت کې مصرف کړي مګر دا چې الله(ج) به ورته د دوه اويا ريښتينو اجر ورکړي.

او د امام حسن (رض) څخه نقل دي چې «ای د ځوانانو ټولګيه پر تاسو د اخرت طلب کول لازم دی. قسم په الله تعالی ما داسې قوم ندي ليدلی چې هغوی اخرت طلب کړي وي مګر دا چې هغوي دنيا او اخرت دواړه ترلاسه کړي او قسم په الله ج ما د دنيا طلب کوونکي ندي ليدلي چې هغه دې اخرت تر لاسه کړي وي».

دويمه مسئله: د علم طلب کول او د له منځه تللو څخه يې ساتنه کول دي،  ځکه چې همدا د علم ځواک د بشپړتيا،  استقامت او اقتدار تضمين کوی. په حديث شريف کې راغلی «لستُ أحبُّ أن أرى الشاب منكم إلا غادياٌ في حالتین: إما عالماً أو متعلماً، فإن لم فرَّط و ضيَّع، فإن ضيّع أَثِمَ، و ان أَثِمَ  سكن النار، و الذي بعث محمداً بالحق». ژباړه: زه نه غواړم چې يو ځوان د دوو حالتونو څخه غير وګورم؛ يا به عالم وي يا به متعلم،  که دا کار ونکړي نو افراط کې به داخل شي. کله چې داسې وي ضیایع او ګناهګار به شي او اور به یې هستوګن ځی شی،  قسم مې دې په هغه ذات وي چې محمد يې په حقه راليږلی.

او په بل حديث کې راځي «يا معشر الفتيان حصِّنوا أعراضكم بالأدب و دينكم بالعلم». ژباړه: اي د ځوانانو ټوليه! د خپل عزت ساتنه په ادب او د دين په علم سره وکړئ.

نو پر همدې اساس د مسلمانو ځوانانو هويت دوه اساسي مسئلې روښانه کوي،  يو د الله تعالی اطاعت او بنده ګي کول. دوهم د علم نافع طلب کول چې ددې دواړو څخه ټول فضائل لکه واك، قدرت، حکمت، بصيرت، عزت،  تزکيه، وقار، غيرت، حياء د دين ملاتړ او د خپلو ټولنو د خلکو او مظلومينو څخه دفاع کول او نور .. راټوکيږي.

  • مسلمان ځوانان اسلامي تمدن رامنځته کوي:

مسلمان ځوانان د بيلابېلو ساينسي, ټولنيزو، علمي، اجتماعي، سياسي او جهادي بوختياوو ترڅنک د مختلفو خطرونو او ننګونو سره د مقابلې لپاره د خپلې ټولنې په پرمختګ او ساتنه کې اساسی رول لوبوي. مسلم پوهانو او د نړي مشرانو په عامه ژوند او ټولنيز ژوند کې د ټولنو جوړښت او پرمختګ کې د ځوانانو په رول موافق دي. او حکومتي چارواکو ته ځينې لارښونې کوي.

۱- په بلابېلو برخو کې د ځوانانو فعاليت،  خلاقيت او علم څخه ګټه پورته کول.

۲- د کار او عمل په لوري د هغوی رهبري کول، د بېکارۍ او سستۍ څخه يې مخنيوی کول.

۳- د ټولنې د پرمخګ، ترقۍ او د خپل هېواد او خلکو د خدمت په لاره کې ددوی د پياوړي انرژۍ څخه ګټه اخيستل.

۴- مستقبل او راتلونکې ته د ځوانانو خوشبينه کول.

۵- د ويرې، نا امېدۍ او د هغو مهمو عواملو لمنځه وړل چې د يو ځوان په ژوند او کار منفي تاثير لري.

۶- علم او پوهه ورته د يوې ټولنۍ د سرلوړۍ, پرمختګ او قوت د يوې مهمې وسيلې په توګه معرفي کول.

۷-  ځوانانو ته د خپل هېواد  اقتصاد ته د ودې ورکول، د عدالت پلي کول،  اخلاقي او سياسي فساد لمنځه وړل ور ښوودل.

ددې ترڅنګ بايد د معنوي اړخه پياوړی اوسي. او د اخلاص، قربانۍ، توکل،  خير، زغم،  مننې،  عاجزۍ،  ريښتينولۍ او د محتاجو سره مرسته کول پر نفس د پوره باور څښتن وه اوسي. چې دغه معنوي او اخلاقي ارزښتونه انفرادي او ټولنيز حرکت ته لارښونه کوي او د يوي ټولنې لومړنۍ اړتيا ده.

وروستي مطالب