هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سیاست

که ځوانان سیاست ته مخه کړي؛ څه به پيښ شي!

لیکنه: ادم پلیچر
ژباړه: غازي عابد

په ټوله نړۍ کې د (ځوانان او سیاست) خبره په وده کې ده. ځینې سیاسې کړۍ هڅه کوي هغو ځوانانو ته ځواب ویونکي اوسي چې هغوی په سیاسي سیستمونو اغیزه لري. سیاسي مفکورې ځوانان هڅوي چې ژوندي شي، له حاشیې راووځي، غیرې مشهورې سیاسې ډلو سره شي او یا نوې سیاسي ډلې جوړې کړي. په اکثرو وختونو کې ځوان وګړي په محلي ټولنیزو کمپاینونو او نورو سیاسي فعالیتونو کې بریالي شوي دي. په هر حال؛ ځوانان په فعاله، مانا لرونکې او په لویه کچه سیاسي ډلو او ګوندونو ته په ورداخلیدا سره کولی شي چې پر خپل هیواد سربیره ان په نړۍ کې هم بدلون راولي.

ځوانان څرنګه د سیاست له لارې نړۍ بدلولی شي؟!

د ځوانانو ځوان قوت. که ځوانان چارې په لاس کې واخلي، کولی شي په نویو ویښتیاو، فرصتونو، پالیسیو، سیستمونو او کلتوري پرمختګ سره نړۍ بدله کړي. ځکه ځوانان په ډیموکراټیکو پروسو ډیر اغیز لري او د سمې استازولۍ وړتیا په کې موجوده وي.

همداراز دوی کولی شي د خپلې تازه او ځوانې انرژۍ په وسیله کارونه په چټکۍ او ژر ترسره کړي.

دوی د نړۍ هر کونج ته تللی شي. ژر نه ستومانه کیږي. نن سبا په رایه ورکوونه کې هم ځوانان ډیره ونډه لري، که ځوانانو ته ډیر وخت ورکړل شي ممکنه ده چې دوی د خپلو ځانونو لپاره هم رایې ته ډیره علاقه ښکاره کړي. د دوی له وسه دا هم پوره ده چې هغو ځوانانو ته رایه ورکړي کوم چې ښه سیاسي فکر ولري او بیرته د ځوانانو غږ پورته کړی شي.

ځوان باید ددې بدلون لپاره کوم کارونه وکړي؟

پوهه: ددې لپاره چې په سیاست کې لا ډیر ماهر او پیاوړي شي باید د سیاسي سیستمونو په اړه پوه شي. همدارنګه سیاسي اعمال، سیاسي موضوعات او نور اړوند مسایل یې په اړه زده کړي.

روزنه: ځوانان د بیلابیلو سیاسي مهارتونو په یادولو سره د بدلون توانايي لري. لکه مفاهمه، د ستونزو حلول، د مدیریت بدلون او د سختیو یا تاوتریخجن وضعیت حل لارې موندل او ادلون بدلون، په دې ټولو باید ځان ټرینینګ او چمتو کړي. ځکه په دا ډول مسایلو اګاهي ظرفیت لوړوي او په بیلابیلو خواوو پوهاوی ترلاسه کیږي.

انګیزه او هڅوونه: له تاریخي پيښو، بیوګرافیو، بیلګو، جنګ جګړو او له نورو سرچینو او مواردو ځوانان ډیر ژر هڅول کیدای شي. ځکه دوی جذباتي کیږي او د کار قوه یې راژوندۍ کیږي.

کله چې ځوانان د تیر په اړه لوستل کوي، نو یو ډول تحریک په کې راپيدا کیږي او بلاخره ځان مکلف ګڼي چې باید مبارزه وکړي او ستونزې حل کړي یا سیاسي تیروتنه ونه کړي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */