ځمکې ته ورته د یوې نوې ځلانده سیارې کشفېدل

د ستورو پېژندونکو او پوهانو یوه نړیوال ټیم د یوې نوې ځلانده (TOI-1231b) سیارې د پېژندلو خبر ورکړی، د دوی په وینا چې د دې سیارې ځینې ځانګړنې لکه د تودوخي درجه ځمکې ته ورته دي.


د ځینې راپورونو له مخې د دیجیاتو په وینا د دې ټیم په واسطه کشف شوې سیاره چې TOI1231b نومېږي، دوی باور لري، چې دا سیاره به د ډېرو د پام رااړولو وړ وګرځي؛ ځکه له ځمکې سره ورته والي لري او انعطاف منونکې برخه به یې په راتلونکي کې ډېره تر څېړنو لاندې ونیول شي. دا سیاره د NLTT سره کوتوله په نوم ستوري څخه تاویږي، چې له لمر څخه ډېره یخ ده.
دا سیاره د (sub- Neptune) په نوم یادیږي، ځکه چې له نیپتون څخه کوچنۍ او له ځمکې څخه لویه ده. اوسمهال په دې باور نه لرو، چې لومړی درجه کې به د تیږو له یوې سیارې سره مخ یو، نو د دې له پاره د ځمکې وریځې په نظر کې نه نیول کېږي، خو د دې سیارې پیدایښت به د پوهانو له پاره د لازیاتو معلوماتو د پیدا کېدو موقع برابره کړي.


د دې ډلې له پوهانو څخه ( دیانا دراګومیر) وایي، چې د TIO-1231b سیارې ته په کتو سره مخکې له دې چې و وایو دا یوه د تېږو سیاره ده، بیروننۍ برخه یې د پام را اړونې وړ ده، چې د دې برخي ترکیب او لویوالی تر اوسه نه دی معلوم شوی. دا سیاره کېدای شي، چې بیروننۍ برخه یې ډېره هایروجن، هایدروجن هلیم وي یا د اوبو د بخار متراکمه برخه هم ولري. د سیارې د جوړښت دا بېلا بېل ډولونه د پیل د ټکي یوې ځانګړې برخې ته اشاره کوي او د دې امکان ستورو پېژندونکو ته برابروي، چې د سره کوتوله ستوري او لمر د شاه او خوا سیارو ترمنځ توپیر ته متوجه شي. د هابل فضایي تلسکوپ څېړنې هغو پوښتنو ته ځواب وايي، چې په راتلونکي کې موږ ته پیدا کېږي او د جیمزوب فضایي تلسکوپ به د دې سیارې د جوړښت په اړه دقیق معلومات وړاندې کړي.
د TOI1231b د سیارې د کشفېدو لامل د هغه د ستوري اندازه ده. پوهان چې کله د فضا عمق ته نظر کوي، د هغو لاملونو پر اساس چې سیارې پر ستورو تاثیر لري، دوی په ډېرې اسانۍ سره کولای شي، چې سیارې د کوچنیو ستورو په مدار کې کشف کړي. په دې برخه کې د نیپتون د سیارې لاندې یوه کوچنۍ سیاره چې له یوه فرمز ډوله ستوري څخه تاویږي، چې له خپل ستوري څخه د تېریدو په وخت کې یو لوی سیوری پر هغه غورځوي، چې بیا په ډېر دقت سره یوه سیاره پېژندلای شي.

وروستي مطالب