ځانګړي امریکایي څارونکي له افغانستان د تخلییې ماموریت څېړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې څارونکي له افغانستان د تخلییې ماموریت څېړي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه وزارت ځانګړې پلټونکې ادارې ویلي د کانګریس له پر له پسې غوښتنو وروسته دوی دا پرېکړه کړې چې په کابل کې د تخلیې ماموریت او د امریکا د سفارت کړنې وڅېړي او په اړه یې خپله پرېکړه روښانه کړي.

دوی وایي چې د تخلیې په ماموریت کې خورا ستونزې وې، دا بهیر د خلکو د مړینې سبب شو، په نړیواله کچه یې غبرګونونه لرل چې له همدې امله دوی ددغه بهیر د څېړنو له پيل خبر ورکړی دی.

سرچینه وړاندې لیکي دوی د سفارت پر کړنو، پلانونو، مدیریت او همدا راز کمکاریو هم تمرکز کوي او په دې برخه کې شوې تېروتنې به د کانګریس غړو ته روښانه کړي.

په ورته وخت کې نشنل انټرسټ نشریې په یوه اوږده مطلب کې په افغانستان کې د امریکا فعالیتونو، د امریکایي چارواکو څرګندونو او روان وضعیت ته کتنه کړې ده.

انټرسټ نشریه لیکي د امریکایي چارواکو له څرګندونو او دغه راز په افغانستان کې له روان وضعیت ښکاري چې په دغه هېواد کې د امریکا جګړه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې د جګړې تکتیک بدل شوی او د حضوري جګړې پر ځای غواړي د ډرون په وسیله خپل هدفونه په نښه کړي.

نشنل انټرسټ د امریکا دغه ډول احتمالي اقدامات غندي او په خبره یې که امریکایي چارواکي په افغانستان کې بله هر ډول مداخله وکړي او یا په نورو د جګړو د دوام په لټه کې وي دا به امریکا او د دوی متحدینو ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي.

About عاقله اسد 950 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله