پېښورزلمي لوبډله د درېیم ځل لپاره پایلوبه کې ماته شوه

د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو پایلوبه کې ملتان سلطان پېښورزلمي ته ماته ورکړه او اتلولي د لومړي ځل لپاره ملتان سلطان ترلاسه کړه.

پېښورزلمي لوبډلې څلورځلې پایلوبې ته لار موندلې ده، چې ۲۰۱۷ کې یې اتلولي ګټلې وه او په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې یې په پایلوبو کې له اسلام اباد او کوېټې څخه ماتې خوړلې وې.

دا درېیم ځل شو، چې دا لوبډله په پایلوبه کې ماتېږي او روان ۲۰۲۱ کې یې د ملتان پر وړاندې په اتلولۍ ګټلو لاس بر نشو.

پایلوبه او د پېښورزلمي ماته

پېښورزلمي د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه.

ملتان سلطان لوبډلې لپاره ون ډاون او ټو ډاون غوره توپوهنه وکړه، سهیب مقصود په ۳۵ توپونو ۶۵ منډې او ریلي روسو په ۲۱ توپونو ۵۰ منډې وکړې.

د سهیب مقصود کېچ په ۹ منډو کې له حضرت الله ځاځي څخه ډراپ شو او له دې سره یې د هدف د لوړولو هڅې وکړې.

ملتان سلطانز لوبدلې په ټولو اورونو کې د ۴ وېکټو په نقصان سره ۲۰۶ منډې وکړې او پېښورزلمي ته یې ۲۰۷ منډې هدف ورکړ.

وهاب ریاض او عماد بټ هر یو په څلورو، څلورو اورونو کې ۵۲ او ۵۲ منډې ورکړې او د وېکټو په اخیستلو هم بریالي نشول.

پېښورزلمي لوبډلې په ټولو اورونو کې د ۹لوبغاړو په سوځېدو سره د شعیب ملک د ۴۸ منډو او د کامران اکمل د ۳۶ منډو په مرسته ۱۵۹ منډې وکړې او لوبه ترې ملتان سلطان په ۴۷ منډو وګټله.

حضرت الله ځاځي په دې لوبه کې په ۵ توپونو یوه شپږیزه ووهله او د بلېسېنګ موزرباني په توپ کېچ اوټ شو.

دا لومړی ځل دی چې ملتان سلطان د اتلولۍ جام پورته کوي.

۲۰۱۶ کې اتلولي اسلام اباد یونایټېډ، ۲۰۱۷ کې پېښورزلمي، ۲۰۱۸ کې بیا اسلام اباد یونایټېډ، ۲۰۱۹ کې کوېټې، ۲۰۲۰ کې کراچي کېنګز او ۲۰۲۱ کې ملتان سلطان اتلولي خپله کړه.

شهنواز دهاني د ملتان سلطان چټک توپ اچوونکی د شلو وېکټو په اخیستلو سره د ټول ټورنمنټ غوره بالر شو.

او بابراعظم د ۵۲۱ منډو په جوړولو سره مخکښ توپوهونکی و.