پېچلی وضعیت؛ حکومت که سیاسي ایتلافونه ملامت دي؟

ارشاد رغاند
کابل نن د نیږدې ټولو مشهورو حکومت ضدو سیاسي څېرو په ګډون د یوه نوي سیاسي ایتلاف د جوړیدو شاهد و . دا ایتلاف چې ځان ( د افغانستان سترملي ایتلاف) ګڼي، اوسنی حکومت په ناکامۍ تورنوي او پرې غږ کوي، چې د ځان او هېواد ژغورلو لپاره سیاسي ګوندونو ته په ګونډه او غوښتنې یې ومني.
ارګ د دغه ایتلاف د جوړیدو هرکلی کړی، خو شرط یې دا دی، چې دا ډول ایتلافونه باید ( پلان محوره) او د ستونزو په حل کې د مثبت رول لرونکي وي.
د حکومت ضد ایتلاف او حکومت دریځونه که یوې خوا ته کېږدو، په بې طرفانه ډول ویلای شوو چې د هېواد سیاسي وضعیت د مثبتو پرمختګونو باوجود په ټوله کې پېچلی او د اندیښنې وړ دی .

د ځینو مهمو پروژو او سولې ته د رسیدو برخه کې د حکومت ځینې لاسته راوړنې که مثبت ټکي دي، خو ورځ تربلې پراخیدونکې نا امني، په حکومت کې دننه ژور اختلافونه او د خلکو بد اقتصادي حالت د سیاسي فضا د پېچلتیا لوی ټکي ګڼل کیږي.
په دغه حالت کې پوښتنه دا ده، چې حکومت که د حکومت پر ضد جوړ شوي یا جوړیدونکي ایتلافونه د دې وضعیت د حلولو وړتیا لري ؟
ناڅرګندې پولې
د ملي یووالي حکومت، چې پيل او زېږیدنه یې حتا د یوه پېچلي او شړیدونکي وضعیت پایله وه، له جوړیدو څخه پکې د حکومت او اپوزیسیون پولې ناڅرګندې دي.
د ملي یووالي حکومت جوړیدل که یوه اړتیا وه یا تېروتنه، له شک پرته چې ټول سیاسي جریانونه یې د هوکړه لیک په لاسلیک کې د دوو ټاکنیزو ټیمونو تر چتر لاندې په مسولیت کې د فیصدۍ له توپیر سره شریک دي .
کله، چې دا حکومت جوړیده، په هوکړه لیک کې یوه خبره دا وه، چې اپوزیسیون جوړیدل پکې د حکومت فرمان پورې اړوند شوی و.
د دې کار موخه ممکن دا وه، چې د جوړیدونکي حکومت مشرانو ټول سیاسي جریانونه پخپلو اړوندو ټاکنیزو ټیمونو کې لیدل او د حکومت ایتلافي او سراسري بڼې ته په کتو یې د اپوزیسیون اړتیا نه لیده.
ښایي دا هم یوه موخه وه، چې دوی د حکومت د دې ډول جوړښت ناندریزې پایلې اټکل کړې وې او له هماغه وخت یې غوښتل، چې د اپوزیسیون په نوم د نورو سرخوږو مخه وار له مخکې ونیسي.
په هرحال؛ د حکومت په څو کلنه دوره کې یو شمېر له حکومته لیرې او ډېر شمېر په حکومت کې دننه مهمو سیاسي ډلو اپوزیسیوني اکټونه او مقطعه یي فعالیتونه وکړل.
که یوازې د وروستي اپوزیسیوني اکټ مخکښان وارزول شي، دوی د یوه مثلث بڼه لري . ملي اسلامي جنبش ، جمیعت اسلامي او حزب وحدت مردم افغانستان ګوندونه د وروستي ایتلاف درې اساسي ضلعې دي . دا ګوندونه په ترتیب سره د ولسمشر د لومړي مرستیال ، د بهرنیو چارو وزیر او د اجرایه ریس د دویم مرستیال له لورې رهبري کیږي.
د حکومت او اپوزیسیون د پولو په ناڅرګند والي کې دغو ګوندونو ته د دې زمینه برابره شوې، چې د حکومت په مثبتو کارونو او امتیازاتو کې ځان شریک وګڼي، خو د ناکامیو پړه یې نه یوازې پر نورو واچوي؛ بلکې پر وړاندې یې اپوزیسیوني اکټونه هم وکړي.
د حکومت ملامتۍ
حکومت ؛ په ځانګړي ډول ارګ ته لازمه وه او ده، چې له دا ډول ایتلافونو څخه د مشروط هرکلي او پلان غوښتو پرځای دوی د حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د پولو څرګندولو ته را وبولي.
حکومت ته ښایي، چې خپل دا ډول په امتیاز کې شریک خو په مسولیت کې مبرا منتقدین ازادو بحثونو ته وبولي او ورسره سپینه کړي، چې دوی د حکومت د لوړپوړو امتیاز اخیستونکو او چارواکو په توګه د شته پېچلي وضعیت د حل لپاره څه کړي او څه یې نه دي کړي ؟
په دې برخه کې د حساب ورکولو تشه سره له دې، چې له تېر حکومت څخه اوسني ته په میراث پاتې، خو اړتیا ده چې دا حکومت نورو راتلونکو حکومتونو ته دا میراث ونه لېږدوي او اوس نه یې فاتحه واخلي.
که داسې وشي یوه ګټه به دا وي، چې د حکومت د سیاسي واک شریکان او په عین حال کې منتقدین به یا د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي ، یا به له حکومته بهر او د واقعي اپوزیسیون په جامه کې پر حکومت د جدي اصلاحاتو او بدلونونو فشار راوړي.
له دې پرته په اوسنۍ بڼه د وضعیت دوام به سیاسي او عمومي وضعیت لا پېچلی او ترینګلی کړي، ځکه خلک له حکومت څخه د خپلو زرګونه ستونزو حل غواړي . حکومت مسول دی، چې ملت ته کار وکړي او له بحراني حالته یې وباسي، نه چې په خپل منځیو ناندریو بوخت وي او ملت لا سربداله او متضرر کړي !




وروستي مطالب