Advertisements
ټولنیز ژوند خواړه روغه سټه

په پېشلمي او روژه ماتي کې دا لارښوونې له پامه مه غورځوئ

ليکنه: ډاکتر عبدالرحمن حمید
ژباړه: محمد عزيز پردېس

روژه د انسان د نفس د تزکيې او د بدن د روغتيا ترټولو لپاره غوره ډالۍ ده. معمولا انسان د يوولسو مياشتو په اوږدو کې د خوراک او څښاک سره طبيعي شوی وي، کله چې روژه راورسېږي؛ نو د انسان د هاضمې سيستم د نه خوړلو او څښلو له وجې د يو لړ ستونزو سره مخامخېږي.
د همدې ستونزو د لرې کولو په موخه دا لاندې په دوه برخو کې راټولې کړل شوې لارښوونې، په غور ولولئ او عملي يې کړئ.

څو مهم ټکي چې بايد په پېشلمي کې مراعت شي:

۱- کله چې د پېشلمي لپاره پاڅېږئ، بايد د آذان تر وخته کم ترکمه يو نيم ساعت وخت پاتې وي.

۲- په پېشلمي کې ترخه، تېز او ډېر سره شوي خواړه مه کاروئ.

۳- د پېشلمي لپاره ترټولو غوره خواړه هغه دي چې د جوشولو په بڼه پاخه شوي وي، هڅه وکړئ چې د سرو کړل شويو خوړو څخه ډډه وکړئ. وريجې، مکروني، کچالو… هغه کاربوهايډريټ لرونکي مرکب خواړه دي چې، د ورځې په اوږدو کې مو له ډېرې ولږې ژغوري.

۳- لبنيات هم د پروټينو په درلودو سره هغه خواړه دي چې هضمول يې ډېره موده نيسي او د چرګ بانګي لپاره مناسب بلل کېږي.

۵- که د کاربوهايډريټ لرونکو مرکبو خوراکونو ترڅنګ، د خوسکي له غوښې، د چرګ له غوښې او يا هم د کب له غوښې ګټه پورته شي؛ نو ډېر به ګټور تمام شي، ځکه د ورځې په اوږدو کې به ډېر لږ د ولږې احساس وکړئ.

۶- په پېشلمي کې چای مه څښئ. د چرګ بانګې لپاره ترټولو غوره څښاک خالصه اوبه دي، ترڅنګ يې کولی شئ د اوبه لرونکو مېوو څخه هم ګټه پورته کړئ. لکه: هندواڼه او داسې ورته مېوې.

۷- هغه خواږه يا شيرين باب چې ډېر ژر هضمېږي، په پېشلمي کې يې مه خورئ. لکه: چاکلېټ، زلوبۍ، بوره… .

۸- په پېشلمي کې د خوراک څخه وروسته، ژر مه ويده کېږئ. هڅه وکړئ چې د خوراک څخه حد اقل يو ساعت وروسته ويده شئ.

۹- په پېشلمي کې د ډېرو خوړلو هڅه مه کوئ او په ګېډه کې مو د ساه اخېستلو لپاره ځای پرېږدئ.

۱۰- که د سګرټو معتاد ياست، لومړنۍ توصيه دا ده چې په چورلټ ډول يې پرېږدئ. که دې کار ته غښتلې اراده نه لرئ، حد اقل هڅه وکړئ چې په پېشلمي کې يې ونه کاروئ، ځکه په سګرټو کې موجود کافين د دې لامل کېږي چې تاسو دې د ورځو په اوږدو کې تږي شئ.

هغه ټکي چې بايد په روژه ماتي کې يې مراعت کړئ:
۱- هېڅکله په يخو اوبو او سور چای سره روژه ماتی مه کوئ. خرما او معتدله اوبه يا هغه چای چې ډېر ګرم نه وي؛ د روژه ماتي لپاره غوره او مناسب دي.

۲- په روژه ماتي کې له ډېرو سرو کړو او کباب شويو خوراکونو څخه ډډه وکړئ.

۴- يو مناسب خوراک مو د روژه ماتي لپاره غوره کړئ. دا خوراک کېدای شي، د چرګ او يا هم د خوسکي د‌ غوښې څخه کمچربه يخني وي؛ د چرګې له هګيو څخه هم ګټه پورته کولی شئ. که ممکن وي سوپ برابر کړئ او نوش جان يې کړئ.

۴- له روژه ماتي څخه يو ساعت وروسته شپنۍ ډوډۍ نوش جان کړئ.

۵- له روژه ماتي څخه تر پېشلمي پورې کم ترکمه ۴ لېټره اوبه وڅښئ.

۶- د روژي ماتي پرمهال د خوړو په خوراک کې وارخطايي مه کوئ.

۷- د روژه ماتي پرمهال له ترشي بابو څخه ډډه وکړئ، که ډېر مو خوښېږي؛ د شپنۍ ډوډۍ پر مهال يې خوړلی شئ.

۸- که وروسته له شپنۍ ډوډۍ څخه د چای څښلو عادت لرئ، هڅه وکړئ چې د چای سره د شيرني بابو او چاکلېټو پرځای، له مغزي جاتو ( بادام، چهارمغز… ) ګټه پورته کړئ.

۹- په شپنۍ ډوډۍ او پېشلمي کې د مولټي ويټامينونو څخه ګټه اخېستل مه هېروئ، ځکه چې ډېره ګټه لري.

۱۰- د روژه ماتي او شپنۍ ډوډۍ پرمهال ترکاري باب هرو مرو وکاروئ.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی