لیکنه : عبدالله عادل
۱۶ ورځي وړاندي په کندهار ولایت کي د ځوان خوځښت په نوم د فوټبال سېالۍ پيل سوي وې چي د جمعې په ورځ پای ته ورسېدې.
د فوټبال دا سېالۍ د یو خصوصي انستیتوت (شیرزي) پر لوبغالي د ۱۶ فوټبال لوبډلو ترمنځ په لاره اچول سوي وې چي پایلوبې ته یې د قول اردو ځوانانو او پیوند فوټبال لوبډلو لار موندلې وه.
په پایلوبه کښي دواړو لوبډلو ښه لوبه نندارې ته وړاندي کړه او د جام ګټلو لپاره یې ښې هڅي وکړې چي لوبه په ټاکلي وخت کي یو یو مساوي پای ته ورسېده او وروسته په پينالټیو کي ۵—۴ ګولونو په وړاندي لوبه د پیوند لوبډلي وګټل او د یادو سېالیو اتلولي یې خپله کړه.
دیادوني وړ ده چي ددې سېالیو څخه هدف په کندهار کي د تنکي ځوانانو ترمنځ د ورزش یا په ځانګړي ډول د فوټبال لوبي ژوندي ساتل وو.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ