مجاهد او کندهاریانو د پیر ابراهیم اغا نیولو په تړاو غبرګونونه وښودل

نن پنجشنبه د چنګاښ دویمه د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د “پیر ابراهیم اغا” په نامه نیول شوي کس په غبرګون کې ویلي، پخپل سر د پېژندل شوو کسانو نیول جرم دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبرې نن پنجشنبه د چنګاښ دویمه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي.

ښاغلي مجاهد لیکلي:

“«اسلامي امارت» یو مسوول نظام دی عدلي او قضايي ارګانونه لري او هر جرم او جنایت باید له خپلو قانوني لارو وڅېړل شي.”

نوموړي زیاته کړې:

“داچې څو تنه خپلسري کسان د ټولنې معروف خلک نیسي، سپکاوی او توهین یې کوي، عسکونه او ویډیوګانې ترې اخلي، دا پخپله جرم او جنایت دی چې ډیر ژر به تر حساب لاندې ونیول شي.”

د تیري ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د ابراهیم اغا «پیر» د نیول کېدو وېډیو خپريږي چې د څو تنو لخوا تر نیول کېدو وروسته پوښتنې ورڅخه کېږي.

د یادونې وړ ده چې کندهار ولایت کې یو شمېر کسانو پیر ابراهیم ته د سپکاوي او بد چلند په غبرګون کې لاریون کړی دی.

یاد کس چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته راغلی، په ځینو ولایتونو کې له خپلو مریدانو سره لیدلي چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

دغه پیر تېره ورځ پکتیکا ولایت کې د ط البانو د سرپرست حکومت سرتېرو نیولی.