پیاوړی الراونډر محمدنبي عیسی خېل له ټېسټ لوبو سره مخه ښه کوي.

لیکنه: سمیع الله دُرانی
افغان کرکټ ستوری محمدنبي عیسی خېل چې د افغان لوبډلې لپاره خورا ښه لوبغاړی دی، پرېکړه یې کړې چې بنګله دېش سره تر ټېسټ لوبې وروسته له یادو لوبو سره مخه ښه وکړي.
نبي عیسی خېل اوس ۳۴ کاله عمر لري او د نړۍ یو د پیاوړو کرکټ ټولچارو څخه دی.
نوموړي هغه وخت له ټېسټ لوبو سره مخه ښه وکړه، چې کله د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۵ مه نېټه د بنګله دېش خلاف لوبه کې په صفر وسوځېد.
د کرکټ بورډ د رسنیو برخې مسئول نظیم جار عبدالرحیمزي وویل، چې الراونډر محمدنبي به له روانې ټېسټ لوبې وروسته له لوبو استعفا کوي.
د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې د عیسی خېل د استعفا علت نه دی معلوم؛ خو ښایي هغه د دې لپاره له لوبو سره مخه ښه کوي، چې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې په پوره چمتووالي سره ترسره کړي.

هغه داسې مهال له ټېسټ لوبو استعفا کوي، چې افغان لوبډله په نومبر میاشت کې په خپل کوربتوب له ویسټ انډیز سره په هند کې یواځېنۍ ټېسټ لوبه لري.
محمدنبي په شل اوریزو لوبو کې خورا ښه دی او د افغانستان په ګډون په نړیوالو سوداګریزو لیګونو کې هم ښه بازار لري.
د اسټرالیا، هندوستان، انګلستان، افغانستان، پاکستان، ویسټ انډیز، بنګله دېش، ټي ټېن او نورو لیګونو کې د نړۍ د زیاتو پلورل کېدونکو لوبغاړو څخه دی.
دا کرکټ ټولچاری به له افغان لوبډلې سره په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې ملګری وي؛ خو په ټېسټ لوبوکې ترې نوره لاره بیلوي.
محمدنبي عیسی خېل د خپل کرکټ په کیریئرکې دوه ټېسټ لوبې کړي او یوه یې اوس روانه ده، ده په دې لوبو کې ټولې ۲۵ منډې کړي، چې د هند خلاف یې ۲۴ او د ایرلېنډ خلاف یې یوه منډه کړې وه او اوس د بنګله دېش خلاف لومړۍ پاڼۍ کې په صفر وسوځېد او دوهمه پاڼۍ کې یې بخت او وړتیا ګورو.
تاسې د یاران لوستونکي د محمدنبي دا پرېکړه څنګه ارزوئ؟
ایا په افغان لوبډله به منفي اغېز وکړي؟




نوین‌الحق بلاسټ سیالیو کې مخکښ ویکټ اخیستونکی دی

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د ۱۱ ویکټو په اخیستلو سره د یاد لیګ د مخکښو توپ‌اچونکو په قطار کې شتون لري. نوین‌الحق ... نور ولولئ