پښتین: پاکستان په لوی لاس پښتانه د مرګ کندې ته ټېل وهي

پښتون

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کویټه کې یوې احتجاجي ناستې ته په خبرو کې یو ځل بیا پر پاکستاني ریاست توندې نیوکې کړې دي.

هغه ویلي چې پاکستان په لوی لاس پښتانه د مرګ کندې ته ټېل وهي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې پاکستانی ریاست هغه پښتانه ځوانان چې په پوځ کې کار کوي د بلوڅو سره د جګړې لپاره بلوچستان ته لېږي.

پښتین ټینګار کړی دی چې په بلوچستان کې دې د بلوڅانو سیمو ته پښتانه ځواکونه نه لېږل کېږي او په خبره یې هغوی چې له بلوڅو سره دښمني لري په خپله دې هلته ورشي.

دا جلسه چې د علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو زنداني غړو لپاره رابلل شوې وه پښتین ورته په خپله وینا کې د دغه راز د افغانستان په اړه هم څرګندونې کړې دي او څرګنده کړې یې ده چې د نړۍ د زورورو د ناسمو پرېکړو له امله افغانستان له تباهۍ سره مخ دی.

پښتین ویلي چې پاکستان هم په داسې حال کې د افغانانو پر مخ خپلې دروازې وتړلې چې هلته د خلکو باغونو حاصلات ورکړي دي.

د ده په خبره، د پاکستان له لاسه د افغانانو مېوې خرابې شوې دي او سخت مالي تاوان یې کړی دی.

پښتین ټینګار کړی دی چې پاکستان له پښتنو سره دښمني لري او لا یې هم ورسره د مور میرې چلند نه دی پرېښی.

هغه زیاته کړې ده چې پښتانه به یو کوي او د دوی د راپاڅېدو یوازینی هدف همدا د پښتنو یووالی او ازادي ده.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله