مارچ 8, 2021

پښتون فخر زمان د کلونو ریکارډونه په یوه ورځ مات کړل 

Advertisements

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان اوپنر فخر زمان د پاکستانۍ لوبډلې لپاره په لوبیدو کې د کلونو ریککارډونه په یوه ورځ قطار کړل.

 نوموړي د پاکستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو په لړۍ کې د خپلې غبرګې سلیزې جوړلو سره د پاکستان د کرکټ په تاریخ کې د لمړي توپ وهونکي په توګه خپل نوم ثبت کړ، چې په یو ځل یې ډبله سلیزه جوړه کړه.

 فخر زمان د پاکستان د کرکټ په تاریخ کې د بل پاکستاني توپ وهونکي سید انور د ۲۱ کلنو پخواني هغه ریکارډ څخه تیر شو، چې په ۱۹۹۷ م کال کې یې د هندوستان خلاف د ۱۹۴ زیاتو منډو جوړول ثبت کړی و.

همدا رزا د پاکستان او نړیوال کرکټ په تاریخ کې لمړی ځل شو، چې د پیل لوبغاړو د ۳۰۴ منډو لوړه ملګرتیا ترسره کړه، چې له دې وړاندې دغه ملګرتیا په ۲۰۰۶ م کال کې د انګلستان خلاف سریلنکايي سینیت جیشوریا او آپل ترنګه ۲۸۵ منډې ثبت کړې وه.

 د پاکستان لپاره د فخر زمان د ۲۱۰ او امام الحق د ۱۱۳ منډو جوړلو کې پاکستان د خپل پخواني ۳۸۵ منډو لوړ هدف څخه هم خپه واړوله، چې په ۲۰۱۰ م کال کې یې د بنګله دیش خلاف جوړ کړی و.

 د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي فخر زمان د ۱۷ سیالیو وروسته په یو ورځینیو سیالیو کې ۹۸۰ منډې جوړې کړې دې او یوازې په ۳ راتلونکو سیالیو کې ۲۰ نورو منډو ته اړتیا لري، چې د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو په تاریخ کې د چټکو ۱۰۰۰ منډو جوړول یې په خپل نوم شي. اوس مهال دغه ریکارډ په ۲۱ لوبو کې انګلستانيو لوبغاوړو کیون «پیټرسن»، «جانتن ټراټ»، ویسټ انډیزي «سر ويوي ریچارډز»، جنوبي افریقايي «کویټن ډیکاک» او پاکستاني لوبغاړي «بابر اعظم» سره دی.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ