د هندوستان د کرکیټ ملي لوبډلي چپ لاستي تېز توپ اچونکي خلیل احمد د خپل یوه استاذ سره یو ځای د هغه کلیزه په داسي حال کي نمانځلې، چي د منظور پښتین نوموتې سره خولۍ ئې په سر کړې.
د هند کرکیټ ملي لوبډلي دې مسلمان لوبغاړي پر خپل ټویټرپاڼه باندي د خپل یوه استاذ امتیاز علي سره یو انځور خپور کړی، چي په یاد انځور کي ده د منظور پښتین خولۍ په سر کړې او خپل استاذ ته یې د کلیزي مبارکي ویلې.
هغه دا عکس خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي:
«استاذه مبارک دي شه! له تا ډېره مننه کوم، ما ته مو دا رازده کړه، چي څنګه تمرین وکړم او څنګه هدف ته ورسېږم. دا ټول څه مي د زړه له تله زده کړي او لا به یې هم زده کوم او په عمل کي به یې رسوم. له دې ورځي، چي ستا کلیزه ته خوند واخله.»
دا چي هند له پاکستان سره له سیاسته نیولې بیا تر سپورټ، په هر څه کي سخت مخالف دئ، خو د هند کرکیټ ملي لوبډلي دې مسلمان لوبغاړي د پاکستاني پښتانه (منظور پښتین) خولۍ په سر کړې.
دا له روښانه نده، چي هغه په کومه موخه دا خولۍ په سر کړې، ځکه خپل ټویټ کي ئې استاذ ته د مبارکۍ ترڅنګ نور څه ندي لیکلي.
خلیل احمد د روژې مبارکي میاشتي په پيل کي یو داسي انځور خپور کړ، چي پکښي په آی پي ايل کي د خپلي لوبډلي (حیدرآباد) دوه افغان لوبغاړي راشدخان او محمدنبي ښکاري.
هغه د یاد انځور سره لیکلي وه، چي یو روژه مات د حیدراباد لوبډلي د کورنۍ سره.
خلیل احمد چي د هند ملي لوبډلي ترڅنګ د هند په آی پي ایل سیالیو کي حیدرآباد لوبډله کي له نبي او راشد سره یو ځای لوبیږي، په ۲۰۱۸م کال کي د هند ملي لوبډلي ته واخیستل شو.
هغه تر دې دمه ۱۱ یو ورځنۍ او ۱۴ بیا شل آوریزه لوبي ترسره کړي، چي په دواړه فارمټونو کي ښه ثابت شوی.
د دغو دوو مېوو ترکیب په چټکتیا سره د بدن غوړي اوبه کوي
د مېوو له ډلې کولای شو له سټروس (ګرېپ فروټ) او لېمو څخه نوم واخلو چې له یو بل سره په ګډه کولای شي د وينې د قند کچه ښکته راولي او د انسولین د ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي