پښتنه ټولنه؛ ولې له واده وروسته د زوی جلا کېدل عیب ګڼل کېږي؟

 

موږ او تاسې تل اورو یا مو لوستي چې ګډ کار کول او ګډ اوسېدل ډېرې ګټې لري، مګر په کمه استثنا په اکثره ګډو کورونو کې لانجې او زړه بدوالی موجود وي. له ګډو کورونو مې موخه هغه کورنۍ دي چې څو وروڼه له ودونو څو، څو کاله پس او څو اولادو په درلودو بیا هم یو ځای اوسي او ښځې یې د کور کارونه، اخلی پخلی یا په شریکه کوي او یا یې په وار کړی وي.
دا ګډ اوسېدل پښتانه یو ویاړ بولي، خو دې ته نه ګوري چې په ګډ کور څه روان دي او خصوصا مېرمنې پکې له کومو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؟

لږ رڼا به پرې اچوو؛

په داسې ګډ کور کې چې شاوخوا د څلور میندو اولادونه اوسي او د پښتون د باور په اساس باید د هرې مور له شپږو واخله بیا تر لس او ډېرو اولادونو شتون خو حتمي دی؛ د داسې کورنیو شمېر شاوخوا پنځوس تنو ته رسېږي، او دومره تعداد کسانو ته اخلی پخلی کول د هیچا په وس پوره نه ده.
[ ] عموما په ګډو کورونو کې کار د خواښې لخوا نږوګانو ته وېشل کېږي؛ چې یوه ورځ د یوې بله د بلې او…
د دې دومره لوی کور لپاره اخلی پخلی کول سخت دی او له سختۍ سره، سره یوه مېرمن مسووله ده چې د ټولې کورنۍ د خوښې وړ اشپزي وکړي، چې دا ډېر کله ناشونې وي.

[ ] په ګډ کور کې میندې نشي کولای چې خپلو اولادونو ته د پاملرنې لپاره ځان ورسوي.
ډېری وخت د ماشومانو ترمنځ جنګ رامنځته وي، د کور د مېرمنو ترمنځ ناسالمه سیالي شتون لري، له ځینو سره خو لا توپیري چلند هم کېږي او بده یې لا دا چې د کور نارینه چې خواري مزدوري کوي هغوی هم د یو بل په نیتونو بدګمانه دي او د دې بدګمانۍ تر شا یې اکثر د مېرمنو ناسمې سیالۍ وي.
همدا واړه او غټ علتونه کرار، کرار سره جمع کېږي او یوه ورځ داسې راشي چې د یوې ادې زامن له یو بله په جنګ سره بېلږي؛ چې دا جنګ خو کله لفظي او کله خو حتا فزیکي اخ او ډب ته ورسيږي.
نو که غواړو چې سالمې او با سیلقه کورنۍ ولرو، لومړی خو باید د امکان تر حده د اولادونو شمېر کم وي او بل له واده یو یا دوه کاله پس خپل زوی یا ورور بېل کړو ترڅو خپل ژوند ته په غوره او ښه پلان سره ادامه ورکړي.