پټان؛ هنګامه اچوونکی فلم په بشپړېدو دی

د بالیووډ د سلطان او د بالیووډ د پادشاه د فلم( پټان) جوړېدو ۷۰ سلنه کار بشپړ شوی ده، او ویل شوي ول چې د ۲۰۲۱م په جنورۍ میاشت کې به د سینما په پرده خپور شي، خو له دې نیټې ورسته هم تراوسه د(( یش راج)) فلم جوړونکي شرکت په رسمي توګه د دی اعلان نه ده کړی، چې پټان فلم به کله خپور شي.
په پټان فلم کې چې سلمان خان له شاه رخ خان سره کوم رول لوبولی، په لومړۍ صحنې کې د ټایګر فلم په څېر، په هماغه کالیو، او هماغه هلیکوپټر راښکاره شي.
په پټان فلم کې سلمان خان د شاه رخ خان د ملګري په توګه رول ادا کړی دی، او د یادونې وړ ده، چې د نوموړي فلم صحنې به د نړۍ د ګران بیه صحنو په قطار کې راشي.
له سلمان خان او شاه رخ خان نه پرته دې فلم کې جان ابراهیم او دیپیکا پډوکن هم برخه اخیستې، چې مرکزي لوبغاړي یې شارخ خان او دیپیکا دي، او منفي رول کې جان ابراهیم دی.
د نوموړي فلم ۳۰ سلنه د جوړېدو پاتې شوټنګ به په درې اروپایي هېوادونو کې چې د کورونا وایروس څخه په امن کې دي، ترسره شي.
د دې فلم بله په زړه پورې خبره دا ده، چې سلمان خان له شاه رخ خان څخه د خپل رول په بدل کې پیسې نه دي اخیستي، چې د بالیووډ د سلطان د دې کار په ځواب کې شاه رخ خان وویل: ورور خو ورور وي نو.
د پټان فلم کار به ځکه ډېر وخت نیسي، چې هر څوک، چې په نوموړي فلم کې حتا په واړه رول او یوه صحنه کې هم راښکاره کېږي، نو باید د کورونا واکسین یې کړی وي.
له زیرو فلم دوه کاله وروسته شاه رخ خان د پټان په نوم د فلم ثبت اعلان وکړ، خو په هند کې د کورونا وایروس څپې له زیاتېدو وروسته څو ځلي د نوموړي فلم کار وځنډېده.

 

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ