پي‌اېس‌اېل کې لوړ سټرایک رېټ، محمدنبي عیسی خېل هم پکې دی

د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې په ۲۰۱۶ کې پیل شوي او په لومړي پړاو کې یې په همدې کال محمدنبي عیسی خېل د کوېټې لوبډلې په ګټه ولوبېد.

نوموړی هغه لوبغاړی دی چې د دې لیګ په لوړ سټرایک رېټ یا ګوزارکچ کې یې نوم ثبت کړی دی.

کرېس لیین

د اسټرالیا چټک توپوهونکی دی او په ۲۰۲۰ کې د پاکستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې د لاهور قلندرز په ګټه ولوبېد او لومړی توپوهونکی دی، چې په ټولو لوبو کې یې لوړ سټرایک رېټ مخته وړی دی.

دی په ۱۷۳ اعشاریه ۷۷ سټرایک رېټ لوبېدلی دی.

ټولې یې ۱۲ لوبې کړي دي.

کېرن پولارډ

د ویسټ انډیز هیټرتوپوهونکی دی، چې ډېره پورې شل اوریزو لیګونو کې ښه لوبېږي، نوموړی له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۹ پورې له کراچي کېنګز، ملتان سلطان او پېښورزلمي لوبډله کې لوبېدلی دی.

دی په سټرایک رېټ کې درېیم دی او په ۱۶۶ اعشاریه ۲۴ ګوزار کچ لوبېدلی دی.

کېرن پولارډ ټولې ۳۳ لوبې کړي او پکې یې ۳۹۱ منډې جوړې کړي دي.

لوک رنکي

د نیوزیلېنډ وېکټ ساتونکی توپوهونکی دی، چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ پورې له اسلام اباد لوبډلې سره لوبېدلی دی، ده په ۳۱ لوبو کې ۶۱۴ منډې کړي، چې سټرایک رېټ یې ۱۶۶ اعشاریه ۱۲ دی، یعنې په هر توپ یې ۴۴ کم دوه منډې کړي دي.

محمدنبي عیسی خېل

په ۲۰۱۶ کې له کوېټې او په ۲۰۲۱ کې له کراچي کېنګز سره ولوبېد، ۱۳ لوبو کې یې ۱۳۴ منډې کړي دي، ۱۶۴ اعشاریه ۹۲ یې سټرایک رېټ او څلورم لوبغاړی دی، چې لوړ سټرایک رېټ یې لوبولی دی.

سونېل نرېن

د لاهور قلندرز په ګټه یې په ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونو کې ۱۳ لوبې کړي دي، چې سټرایک رېټ یې پکې ۱۶۴ اعشاریه ۶۱ دی او ټولې یې ۱۳۰ منډې کړي دي.