پينځمه / وروستۍ برخه ـ څنګه د نورو زړونه لاسته راوړو؟

موږ ټول په دې پوهېږو چې د نورو د زړونو لاس ته راوړل اسانه کار نه دی او ډېر مهارت غواړي، خو که چېرې ښه اخلاق ولرو په ډېرې اسانۍ سره کولای شو چې د نورو زړونه لاس ته راوړو. د ښو اخلاقو لرل یعني په زړونو پادشاهي کول. که غواړئ چې د نورو زړونه لاس ته راوړئ، مخ‌ماتی او يا خاکساره و اوسئ، ځکه مخ‌ماتی اوسېدل هغه چلند دی چې ټول یې ستايي. هېڅوک نه غواړي چې له مغرور او خودخواه انسان سره ژوند وکړي او يا له هغه سره مينه ولري. هېڅکله خپله شتمني نورو ته مه يادوئ، برعکس ځان د نورو په څېر ښکاره کړئ او د هغوی په څېر و اوسئ. هېڅکله خپلې برياوې نورو ته مه يادوئ، ځکه چې بیا ستاسو د شاوخوا خلک ستاسو په څنګ کې د ارامتیا احساس نه کوي، پرېږدئ چې د وخت په تېرېدو هغوی خپله ستاسو برياوې ووينې او تاسو وستايي. د دې پر ځای چې هر چاته د خپل صفت وکړئ، هڅه وکړئ چې د هغوی صفت وکړئ، تر څو د هغوی په زړونو کې ځای پيدا کړئ. يا واضح ووايم تاسو خپل صفت ته اړتیا نه لرئ، ځکه هغه کس چې د ځان‌باوري کچه یې لوړه وي دې ته اړتیا نه لري چې نور یې ستاینه وکړي. د لیکنې په دې برخه کې د نورو د زړونو د لاسته راوړلو لارې چارې د شمېرو له مخې درته لیکم، د لیکنې تر پایه مې ملتیا وکړئ!
۱_ له ځان سره مينه ولرئ!
۲_ د نورو انتقادونه ومنئ!
۳_ له نورو سره حساسیت مه ښيئ!
۴_ تل نورو ته پاملرنه وکړئ!
۵_ له مبایل نه انسانانو ته ډېر ارزښت ورکړئ!
۶_ د خبرو کولو پر مهال د مقابل لوري سترګو ته وګورئ!
۷_ د نورو خبرې په غور سره واورئ!
۸_ تل ښه و اوسئ، هم په ظاهر او هم په باطن کې.
۹_ خپلو ګټو ته د نورو د ګټو په پرتله ډېر فکر مه کوئ!
۱۰_ خودخواه مه اوسئ!
۱۱_ د هر چا دین ته درناوی وکړئ!
۱۲_ د هر انسان فرهنګ ته درناوئ وکړئ!
۱۳_ د نورو خوښې يا ټاکنې ته درناوی وکړئ!
۱۴_ امر مه کوئ، خو هيله وکړئ!
۱۵_ تر څو چې مشوره درنه نه وي غوښتل شوي، مشوره مه ورکوئ!
۱۶_ هېچا ته د خپلو تېروتنو لپاره یې د پښېماني احساس مه ورکوئ!
۱۷_ د هر چا فکر او نظر ته درناوی وکړئ!
۱۸_ د نورو په جامو کې کار مه لرئ!
۱۹_ پرېږدئ چې هر ډول موسقي اوري وايې وري.
۲۰_ د خبرو کولو پر مهال خپل مبایل غلی کړئ!
په پای کې باید يادونه وکړم، چې پورتنۍ ټولې کړنې د دې ترڅنګ چې له تاسو سره، ستاسو د شاوخوا خلکو د زړونو لاسته راوړلو کې مرسته کوي، تاسو کولای شئ چې دا کړنې خپلو نورو نږدې ملګرو ته هم ور وښيئ. خپله مینه مه سپموئ او نورو ته یې هم وويشئ، تر څو ټول د يو بل په څنګ کې ښه او له خوښیو ډک ژوند ولرئ.

وروستي مطالب