پوهيږئ عاليه بټ ولي خپل مسلک ته رښتينې ده؟

ليکنه: مدثر دعوت
عاليه بټ ده باليووډ سينما مشهوره اداکاره ده چي په نړيواله سطحه ډير مينوال لري.
که څه هم د عاليې راتګ باليووډ ته په شناخت سوی خو په وړتيا يې هيڅوک سترګي نسي پټولای.
عاليه بټ د پروډيسر،ډايريکټر او کيسه ليکونکي مهيش بټ لور ده، همدارنګه د پوجا بټ چي د باليووډ سينما مخکنۍ مشهوره اداکاره ده، خور يې ده.

عاليه يو له هغو اداکارانو څخه ده چي ډير سخت کارکوي او په باليووډ کي تاثري رولونه لوبوي،لا ډير وړاندي يې خپله وړتيا ثابته کړې،د ډير زيندګي،ګلي بای او رازي په نوم په زړه پوري فلمونه يې د يادوني وړ دي.
عاليې بټ د ډايلي په نوم هندۍ ورځپاڼي سره د ژوند د بريا او ناکاميو په اړه مرکه کړې.
عاليه وايي د يوه اکټر،ساعتيرونکي او شخص په حيث اړينه ده دا انډول برابر کړو چي زموږ د کار په وړاندي د خلکو علاقه څومره ده، پداسي حال کي چي زه د فلم،هنر او او اداکارۍ په اړه ډير ليواله او جذبه لرم،خو يوه خبره چي زه يې تل په ياد ساتم هغه داده چي زه هيڅکله د بريا او ناکامۍ سره اړيکه نه ساتم ،سخت کار کوم او د خپل مسلک سره مينه لرم.

عاليه وايي په ژوند کي بايلل او ګټل راځي خو موږ بايد هيڅ ننګونه را ونه ګرځوي ، زه د مينوالو د خوښۍ او احساساتو سره جوړه اداکاري کوم نو ځکه مي مسلک هم د خوښي وړ دی.
د عاليې بټ راتلونکی فلم د سنجی ليلا بنسالي ډايريکټرۍ سره د ګنګوبای کاټيواړي په نوم دی چي په يوې فاحشې خانې کي د ښځينه مافيا رول لوبوي.
ورپسې د برمهاستر په نوم د کرن جوهر په ډايريکټرۍ د رنبير کپور سره په يوې کيسې کار کوي تر هغه وروسته د خپل پلار مهيش بټ په ډايريکټرۍ د سدک فلم دويمه برخه جوړوي.
دا فلمونه په روان او راتلونکي کال کي ريليز کيږي.

عاليه بټ په ۲۰۱۲ز کال کي د سټوډينټ اپ د يار په فلم سره د کرن جوهر په ډايريکټرۍ سره باليووډ ته د فلم د مرکزي لوبغاړي په حيث داخله سوه،او اوس ۲۶ کلنه ده,خو د رنبير کپور سره يې لا د پخوا څخه د يارانې تار غزولی چي اوس يې د کوزدې خبري هم روان دي.

عاليې تر اوسه ۳ د فلم فير جايزې هم ګټلي دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ