Advertisements
بریا او پرمختګ پوهنه ځوانان او زده کړې

 پوهنتونونو ته بریالي شوي زده کوونکي باید د ژوند دا با ارزښته پړاو څنګه پیل کړي؟!

لیکنه: ياران

لیکوال: نورالله عابد

د پوهنتون د دورې پیل زمونږ د ژوند یو له با ارزښته، ننګوونکو او ورسره له بې شمیره خوشحالۍ ډک پړاوونو څخه یو پړاو دی.

دا هغه پړاو دی، چیري چې ستاسې معنوي او ظاهري ارزښت د پخوا پر پرتله څو چنده کیږي، دا هغه پړاو دی چیري چې تاسې، ستاسې کورنۍ او ستاسې ملګري ستاسې په شتون د پخوا پر پرتله زیات د ویاړ احساس کوي.

خو د ژوند دا با ارزښته پړوا باید څه ډول په بریالیتوب او پوره لیوالتیا سره پیل کړو؟

۱:- په پیل کې هغه پوهنځۍ یا رښته چې تاسې ورته بریالي شوي یاست د خپل ژوند تر ټولو ارزښتناکه او اړینه برخه وګرځوئ، ولو که تاسې له دې رښتې سره په پوره ډول لیوالتیا او مینه هم ونه لرئ، خو بیا هم داسې فکر وکړئ چې ستاسې د راتلونکي ژوند د هري بریا پیل به ستاسې له همدې رښتې سره مل وي، نو هڅه وکړئ چې خپله رښته په سم ډول ووایاست.
ددې لامل دادی چې په عملي ژوند کې دا دومره اړینه نه ده چې تاسې څومره ستره رښته ویلې ده بلکې، بنسټیزه خبره داده چې کومه رښته تاسې ویلې ده؛ هغه مو په څومره ښه ډول ویلې ده.
د زراعت، وترنرۍ او یا هم تعلیم تربیې پوهنځۍ یو تکړه زده کړیال د طب او انجینرۍ پوهنځۍ له یو ټنبل زده کړیال څخه سل چنده غوره دی.

۲:- د محصلتوب د ژوند له پیل وړاندې ځان ته یو منظمه برنامه او مهال ویش جوړ کړئ.

ولو که تاسې به له خپل کور څخه لیري په لیلیه کې د محصلتوب ژوند کوئ او یا هم خپل کور ته نږدې؛ هر انسان د پوهنتون د ویلو تر څنګ ژوند کې ځیني نور مسوولیتونه او چاري هم لري، چې باید په ورځني ژوند کې یې مخته یوسي.

هڅه وکړئ څو ځانته یو داسې مهال ویش جوړ کړئ، چې په مټ یې وکولای شئ پوهنتون او ورځنۍ چاري مو په سمه توګه مخته یوسئ.

دچارو لپاره د یو منظم مهال ویش نه شتون ددې لامل کیږي چې په تاسې ورځني کارونه او درسونه دواړه یو ډول بوج شي چې دا د ډیر قوي ډیپرېشن لامل کیږي.

۳:- د پوهنتون له پیل سره سم مو خپل اړوند درسي کتابونه، چپترونه او د هر مضمون لپاره جلا کتابچه او نور اړین درسي مواد له ځان سره ولرئ، چې دا کار ددې لامل ګرځي څو هر ځل درسي موادو پسې سرګردانه نه شئ.

اکثره زده کړیالان دا کار نه تر سره کوي چې بیا وروسته د امتحان په نږدې ورځو کې له یو او بل څخه په زارۍ کولو نوټونه غواړي.

۴:- ورځنی درس ویل مو د ژوند یو عادت وګرځوئ او هڅه وکړئ څو صنف ته تر تګ وړاندې هغه موضوعات چې سبا به یې استاد په صنف کې تدریسوي له وړاندې مطالعه کړئ، دا کار تاسې سره مرسته کوي څو له وړاندې د اړوند موضوع په هکله ځان ته یو انځور جوړ کړئ.

له دې تر څنګه هغه څه چې استاد یې په صنف کې درته تدریس کوي، د صنف له پای ته رسیدو وړاندي یې د شپې له خوا په ښه سم ډول له سره مطالعه کړئ، چې دا به ستاسې سره مرسته وکړي تر څو په زیاته کچه په اړوند موضوع پوه شئ او په هغه څه چې پوه شوي نه یاست، له ځان سره یې نوټ کړئ او بل ځل یې له استاد څخه وپوښتئ.

په ورځني ډول د درسونو ویل څو بنسټیزي ګټي لري.
لومړی: دا چې ورځنی درس په لږه اندازه وي نو زده کول یا یادول یې هم ډیر ستونزمن نه وي.

دوهم: په ورځني ډول درس ویل مو تر ډیره ذهن کې پاتې کیږي او د هیریدو چانس یې لږ وي.

دریم: ورځنی درس ویل له تاسې سره مرسته کوي، څو د درسونو له زیات بوج کیدو څخه مو مخه ونیسي کوم چې تل د ډیپرېشن او وارخطایي لامل کیږي.

څلورم: که مو په ورځني ډول درس ویلی وي نو بیا اړتیا نشته څو د ازموینو په اړوند تشویش وکړئ، ځکه چې تاسې له وړاندي منظم درس ویلی او اماده یاست.

 

۵:- هیڅکله مو د یو موضوع په اړوند زړه کې شک مه پریږدئ؛ که په یو موضوع پوه شوي نه یاست نو مستقیماً له استاد او یا بل همصنفي څخه پوښتنه وکړئ او ځان په سم ډول په هغه موضوع چې تاسې پرې ډاډه نه یاست پوه کړئ.

د ارواپوهنې له مخې، که چیري یو موضوع مطالعه کوو او په هغه موضوع کې په یو یا څو جملو او یا لغتونو پوه نه شو، نو دا مو مکمله مطالعه بې خونده کوي.

همدا مثال په درسي سیستم کې هم د تطبیق وړ دی. کله چې یو استاد د یو موضوع په اړوند تدریس ورکوي او ته د هغې موضوع په یوه برخه پوه نه شې نو د ټولي موضوع څخه دي تمرکز اوړې او ذهن مو یواځې په هغه څه چې پوه شوي پرې نه یاست تمرکز کوي، چې دا ددې لامل ګرځي څو په اړوند ټوله موضوع ښه ونه پوهیږئ.

۶:- پوښتنه کول او صنف کې خبري کول مو عادت وګرځوئ.
اکثره زده کړیالان په صنف کې د خبرو کولو او یا هم استاد یا نورو همصنفیانو څخه د پوښتنې کولو ویره لري.

که درته ووایم چې ددې ویري معنوي زیان تر ځان وژني هم زیات دی نو شاید تیروتنه مې نه وي کړې، ځکه چې دا ویره تاسې له ورځني درس څخه په زیات کچه شاته پریږدي، ستاسې شک له تاسې سره د شک په ډول پاتې کیږي، تاسې د یو ډول نا ارامتیا احساس کوئ چې دا ټول د ځواکمن ډیپریشن او خفګان لامل کیږي.

ویره په څو حالاتو کې رامنځته کیږي.
لومړی: ویره لرل که د ټولګیوالو تر منځ په یو موضوع بحث وکړم نو شاید ناسم وغږېږم او دوی ټول راباندي وخاندي.

دوهم: ویره لرل چې که له ښوونکي کومه پوښتنه وکړم نو شاید پوښتنه مې سمه او منطقي نه وي او یا هم شاید استاد زما څخه بیرته پوښتنه وکړي.

د ویري دا ټول لاملونه په زیاته کچه غیر منطقي دي.
په یاد ولرئ چې ستا او ستا د ټولګیوالو فکري کچه تر زیاته حده یو ډول ده، تاسې ټول د یو لیول خلک یاست او شاید د ګوتو په شمیر څو تنه تر تاسې ښه وپوهیږي.

ددې تر څنګ هغه شخص چې د توري تختې مخته د استاد په حیث تاسې ته ولاړ دی، دنده یې همدا ده څو ستاسې سوالونو ته جواب درکړي.

ددې تر څنګ کله چې یو استاد له یو محصل څخه پوښتنه کوي نو د استاد موخه او غوښتنه دا نه وي چې شاګرد باید سل فیصده سم ځواب ورکړي بلکې موخه یې دا وي څو شاګرد وغږوي او پر موضوع یې د پوهېدو کچه ځانته معلومه کړي.

۷:- د پوهنتون ټول اصول په ځان تطبیق کړئ.
هر پوهنتون د زده کړیالانو او درسي ماحول لپاره ځینې اصول لري، چې تاسې مکلف یاست څو دا اصول عملي کړئ.

یاد اصول عبارت دي له: په وخت صنف ته حاضریدل، په درسې چاپیریال کې د شخصي کار لپاره له تلیفون څخه استفاده نه کول، له منظم او اکادمیک اصولو سره برابر لباس څخه استفاده کول ، نظم او دسپلین مراعت کول، چاته د بدو الفاظو نه کارول، درسي ماحول کې د نشه یي توکو (سګریت، نسوا او نورو..) څخه استفاده نه کول او ځینې داسې نور اصول.

که تاسې پورته اصول ومنئ او په ځان یې تطبیق کړئ نو دا به د یو زده کړیال په توګه ستاسې معنوي او ظاهري ارزښت نور هم زیات کړي؛ ددې تر څنګ خپل په چلند او الفاظو کې دومره مثبت بدلون راولی، چې په لیدو مو نور خلک هم وهڅیږي څو خپل اولادونه د زده کړو لپاره ولیږي.

۸:- په ټولګۍ کې مو د هغو زده کړیالانو سره ملګرتیا غوره کړئ، کوم چې لایق او درس ویونکي وي. دا کار به ستاسې سره مرسته وکړي څو له داسې زده کړیالانو سره په اوسیدو تاسې هم درس ویلو ته لیوالتیا پیدا کړئ او وخت ناوخت مو خپلې ستونزي ددوی په مرسته حل کړئ.

۹:- له خپلو استادانو سره نیکي اړیکي وپالئ او همدارنګه په زیاته کچه احترام ورته وکړئ. هڅه وکړئ څو تل مو ورسره خپل درسي ستونزي شریکي کړئ.
باور وکړئ، ستاسې له استادانو پرته بل هیڅوک تاسې او ستاسې ستونزي په سم ډول نه شي درک کولای.

۱۰:- غیر حاضري مه کوئ.
هیڅ څه ستاسې زده کړیز بهیر دومره نه زیانمنوي لکه غیر حاضري کول.

غیر حاضري کول د درسي سکته ګۍ لامل کیږي چې د یوې ورځي درس له لاسه ورکول بیا ستونزمنه ده چې بیرته جبران شي، خو که چیري مو د غیر حاضرۍ لامل یو جدي ستونزه وي چې له امله یې په هغه ورځ پوهنتون ته نه شئ تللای، نو په بله ورځ مو له ټولګیوالو څخه د تیري ورځې د درس په اړوند وپوښتئ او نوټ ورڅخه واخلئ.

۱۱:- له ټولو ټولګیوالو سره مو نیک چند وکړئ.
ټولیګوال مو د ژوند یوه داسې برخه ده چې د راتلونکو څو درسي کلونو او له هغې وروسته د ټول عمر لپاره به مو ورسره سر او کار وي.

هڅه وکړئ له ټولو سره نیک چلند وکړئ او ورسره ښې خاطرې جوړي کړئ، څو راتلونکي کې له هغو ښو خاطرو سره مل ورسره اړیکه وپالئ.

۱۲:- له درس پرته د پوهنتون په نورو فعالیتونو لکه، سپورت، فرهنګي فعالیتونو او ځینو نورو ورته فعالیتونو کې هم فعاله ونډه واخلئ. دا کار د ذهني ستړیا له لیري کولو تر څنګ مو نور هم ذوق او لیوالتیا د پوهنتون په وړاندي زیاتوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران