پولارډ د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر؛ د ۱۱ زره منډو برید ته ورسېد

 

پولارډ چې د ویسټ انډیز یو بهترینه الراونډر دی، په دې وروستیو کې یې په لیګونو کې خپل نوم او څېره خورا مشهوره کړې ده.

د ۲۰۲۱ کال آی‌پي‌اېل لیګ کې یې د چینای لوبډلې ۲۰۵ منډې هدف کراس کړ او دی په بریا له میدان څخه ناټ اوټ ووت.

تېره شپه یې د ویسټ انډیز په سوداګریز لیګ کې هم د غوره لوبغاړي ایوارډ یا جایزه ترلاسه کړه.

نوموړی منځنی هیټر توپوهونکی دی، چې په لوبډله کې د فېنېشر رول لوبوي.

تېره شپه یې خپله لوبډله ټرېنباګو نایټ رایډرز له سخت حالت وویستله او په ۲۹ توپونو یې ۴۱ منډې جوړې کړې او د لوبډلې هدف یې تر ۱۵۸ ورساوه.

دا لوبه د پولارډ لوبډلې په ۲۷ منډو وګټله او سېنټ لوشیا کېنګز ته یې ماته ورکړه.

کیرن پولارډ له کرېس ګېل وروسته دویم لوبغاړی دی، چې شل اوریزو لوبو کې زیاتې منډې کوي

کرېس ګېل چې د شل اوریزو لوبو ځانګړی توپوهونکی دی، په نړیوالو او شل اوریزو لیګونو کې یې ۱۴ زره ۱۰۸ منډې کړي دي، چې د نارینه وو په شل اوریز کرکټ کې تر ټولو لوړې منډې دي.

تر اوسه د کرېس ګېل ریکارډ چا نه دی مات کړی او لا هم د جدول په سر کې دی.

دویم ځای بیا د ویسټ انډیز غوره الراونډر کېرن پولارډ خپل کړی دی، هغه په شل اوریز کرکټ کې ۱۱ زره او ۸ منډې کړي دي.

البته دا منډې په نړیوالو او شل اوریزو لیګونو کې حساب شوي دي.

د کرېک اېنفو وېب پاڼې د پولارډ انځور سره لیکلي، کېنګ پولارډ دویم لوبغاړی دی، چې شل اوریزو لوبو کې زیاتې منډې کوي.

درېیم لوبغاړی بیا د پاکستان فېنېشر لوبغاړی شعیب ملک دی، هغه په شل اوریز کرکټ کې ۱۰ زره ۷۴۸ منډې کړي دي.

څلورم لوبغاړی ډېوېډ وارنر دی، چې د نارینه وو شل اوریز کرکټ کې یې ۱۰ زره او ۱۷ منډې کړي دي.

 

وروستي مطالب