رسنۍ سپورټ نړیوال کرکټ

پولارډ داسې مهال لوبډلمشر ټاکل کېږي، چې لوبډله يې افغانستان سره لوبلړۍ لري

سمیع الله درانی

د ویسټ انډیزۍ لوبډلې وتلی الراونډر کېرون پولارډ د ویسټ انډیز لپاره د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو.

هغه په تېر کې له ویسټ انډیز سره له لوبو کولو استعفا کړې وه؛ خو نړیوال ۲۰۱۹ پنځوس اوریز جام کې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ براوو او پولارډ دواړه چمتو یا ریزرف لوبغاړو کې واخېستل.

تر پولارډ وړاندې پیاوړی الراونډر جېسن هولډر د ویسټ انډیزۍ لوبډلې لوبډلمشر و؛ خو د هغه په لرې کېدو سره اوس پولارډ ته موقع په لاس ورغله.

د شل اوریزو لوبو لپاره مخکې لوبډلمشري الراونډر کارلوس برېتوېټ کوله.

د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۹ مه نېټه په یوه خبري غونډه کې د نوي لوبډلمشري اعلان شوه .

پولارډ په ۲۰۱۶ م کال کې د پاکستان خلاف یو ورځنۍ لوبه کړې وه او بیا د ویسټ انډیز لپاره په لوبو کې نه و راڅرګند شوی.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ وایي ۲۶ کلن الراونډر جېسن هولډر به د ټېسټ لوبو لوبډلمشر وي.

پولارډ په داسې حال کې د ویسټ انډیزۍ لوبډلې لوبډلمشر ټاکل کېږي، چې دا لوبډله د افغانستان په کوربتوب په هند کې درې یو ورځنۍ، درې شل اوریزې او یوه ټېسټ لوبې لري، دا لوبې کابو دوه میاشتې وروسته په نومبر میاشت کې کېږي.

ویسټ انډیزۍ لوبډلې د جېسن هولډر په لوبډلمشرۍ کې په نړیوال جام کې په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ستره ماته ورکړه او وروسته یې بیا افغانستان هم مات کړ.

پولارډ او براوو د سپټمبر په لومړۍ نېټه د نندارتون په نوم یوه شل اوریزه سیالي ترسره کړه، چې پولارډ پکې براوو ته ماته ورکړه.

پولارډ او کرکټ یې

دا الراونډر په ۱۹۸۷ م کال کې د ویسټ انډیز په ټرېنېډاډ سیمه کې زېږېدلی دی، ۳۲ کاله عمر لري.

نوموړی په کابو ۲۸ لوبډلو کې د نړۍ په کچه لوبېدلی دی او یو سوداګریز لیګ یې هم بې لوبولو نه دی پرېښی.

۲۰۰۷ م کال کې یې د ویسټ انډیز لپاره یو ورځنۍ لوبې پیل کړې او ټولې یې ۱۰۱ یو ورځنۍ لوبې کړي دي؛ په دې لوبو کې یې ۲۲۸۹ منډې کړي او یوه لوبه کې یې ۱۱۹ لوړې منډې دي.

۳ سلیزې او ۹ پنځوسیزې لري.

په ۲۰۰۸ م کال کې یې د شل اوریزو لوبو پیل کړی، ۶۲ لوبې یې کړي، ۹۰۳ منډې یې کړي او یوه لوبه کې یې ۶۳ ناسوځېدلې لوړې منډې دي.

شل اوریزو لوبو کې یې ۳ نیمه سلیزې وهلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی