ليکنه: سميع الله درانی
د پولارډ او براوو ترمنځ چې د ننداره کوونکو د سترې نندارې لوبه جوړه شوې وه، پولارډ پکې براوو ته ماته ورکړه او د ننداره کوونکو د نندارې کپ یا جام پولارډ هسک کړ.
دا لوبه په ټرېنېډاډ سیمه کې ترسره شوه، پچه پولارډ وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د پولارډ لوبډلې په ۱۸ اعشاریه یو اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې وکړې.
ډېکسټر سوین څلور او سیرلز بیا دوه وېکټې واخېستې.
د براوو لوبډلې په ۱۹ اعشاریه ۱ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۴ منډې وکړې او لوبه ترې پولارډ په ۴۷ منډو وګټله.
جیمي نېشم او جګیسار درې، درې وېکټې واخېستې.
په دې لوبه کې د براوو لوبډلې پنځه لوبغاړي د پولارډ ټیم بالرانو له خوا کلین بولډ شول.
دا سیالي د ټرېنېډاډ سیمې د خپلواکۍ په پار جوړه شوې وه، چې ننداره کوونکو پکې په وړیا ډول لوبه ننداره کړه.
یادې لوبې ته د نندارتون یا ایکزېبېشن نوم ورکړل شوی و او لوبډلو ته لوبغاړي هم د ننداره کوونکو په خوښه ټاکل شوي وو.
نوموړې لوبه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۴ مه نېټه د کارابین یا سي پي ایل سوداګریزې کرکټ سیالۍ په ویسټ انډیز کې پیلېږي.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ