پودینه؛ د وینې کولیسټرول کموي

ليکنه او راټولونه

پودینه د کرواکرول په نامه مواد لري چې د فشار په ټیټولو کې ډېر مثبت اغېز لري. دغه بوټی د زړه درزا کموي یانې د وینې فشار په رګونو او زړه کې کموي. تاسې کولی شئ د مالګې پر ځای خپلو خوړو کې له پودینې څخه استفاده وکړئ؛ ځکه چې په مالګه کې موجود سودیم د وینې فشار لوړوي.
د ترکیې روغتیایي څېړونکو د نوې څېړنې پر بنسټ، پودینه نه یوازې دا چې په بدن کې کولیسټرول کموي بلکې هډوکي هم پیاوړي کوي.
د دغې نوې څېړنې پر بنسټ د پودینې دوامداره استعمال په بدن کې د مضر کولیسټرول اندازه کموي او په نورمال ساتلو کې یې زیاته مرسته کوي.
د څېړونکو په وینا پودینه کې شته مګنیزیم د انسان هډوکي قوي کوي. له یادوو شویو ګټو سربېره دغه سابه بې شمېره نورې روغتیایي ګټې هم لري.
د روغتیایي کارپوهانو په وینا که چېرې د پودینې د پاڼو تازه اوبه، لیمو او شات یو ځای استعمال شي نو دغه مایع د خېټې د ټولو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.
د زکام او ټوخي څخه مخنیوی لپاره د مالګې د پاڼو اوبه له تور مرچ او تورې مالګې سره یو ځای له ایشولو وروسته باید په خاصه اندازه استعمال شي.
دغه خواړه د وینې لوړ فشار په کنټرولولو کې هم ځانګړی اثر لري او د وینې لوړ فشار لرونکي کسان کولی شي دغه سابه تازه او یا هم له اوبو څخه یې استفاده وکړي.
د پودینې پاڼې د ستړیا له منځه وړلو کې هم ډېره ګټه لري.
که موږ زکام، ټوخی یا تنفسي سیسټم مو ستونزه ولری، نو کولای شو چې یوه کاچوغه پودینه په یو ګیلاس تودو اوبو کې د ۱۵ دقیقې لپاره دم کړو، که خوښېږي مو چې خواږه شي نو د عسل/ شات څخه هم ګټه اخیستلی شئ.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ