پوتین: غرب باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي

د روسیې ولسمشر وایي غرب دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په روسیه کې په یوه اقتصادي فورم کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان په سخت وضعیت کې دی او بشري مرستو ته اړتیا لري.

دده په خبره غرب او امریکا ته په کار ده چې په دې حساس وضعیت کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي څو له دې پیسو د بشري وضعیت په ښه کولو کې ګټه واخیستل شي.

پوتین وايي افغانستان، د خوړو، درملو او نورو توکو پېرلو ته اړتیا لري او باید د افغانانو پر برخلیک نورې لوبې و نه شي.

پوتین زیاته کړې، د غرب هغه انګیرنه ناسمه ده، چې ګواکي طا لبان به په دې پیسو وسلې رانیسي، هغه زیاتوي دمګړی په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسله پرته ده او دغه هېواد لا ډېرې وسلې ته اړتیا نه لري.

د یادونې ده چې تېره ورځ
د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ ټول شرایط پوره کړي دي او نړیواله ټولنه باید له قید او شرط پرته له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې ده چې نړیواله ټولنه دې ټولې ستونزې د فشار پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي.

نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ازبیکستان له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې کړې دي.

په ورته وخت کې د ازبیکستان استازي ویلي چې هېواد به یې له افغانانو سره خپلې دوستۍ او همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه دغه راز ویلي چې دوی به د ا.ا د مثبتو اقداماتو په اړه نړیوالو ته معلومات ورکړي او په دې برخه کې یې بشپړ ملاتړ کوي.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله