پوتین: د افغانستان پولې ته نږدې سرتېري ځای پر ځای کوو

روسیې او تاجکستان له افغانستان د پېښېدونکو ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان روسیې ته تللی و او له ویلادیمیر پوتین سره یې په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې تر ډېره ددې لیدنې تمرکز له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او په سیمه کې پر پېښېدونکي وضعیت و.

روسیې له تاجکستان سره ژمنه کړې چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې به په ګډه اقدام کوي او په دغه هېواد کې به لا ډېر سرتېري ځای پر ځای کوي.

پوتین ویلي چې له افغانستان سره په نږدې سرحدي سیمو کې به لا ډېر نظامي تاسیسات جوړ کړي او لا ډېر سرتېري به د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په موخه ځای پرځای کړي.

دوی همدا راز ژمنه کړې چې پوځي همکارۍ به ډېروي او اقتصادي اړیکې به پراخوي.

روسیه دمګړی په تاجکستان کې اووه زره سرتېري لري چې د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره ښایي د سرتېرو دا شمېره لوړه کړل شي.

روسیه وېره لري چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي په افغانستان کې جګړې شدیدې شې او دداعش ډلې فعالیتونه هم ډېر شي له همدې امله یې د خپل امنیت لپاره پر تدابیر لاس پورې کړی دی.

بل لورته ایرو ایشیا په یوه مقاله کې په افغانستان کې روان وضعیت، د بهرنیو ځواکونو وتل او په دې برخه کې د پاکستان پر دريځ بحث کړی دی.

په دې مقاله کې راځي که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي نو ارو مرو به طالبان له افغان حکومت سره یو ځای کېږي او دا مسئله به ددې سبب شي چې پر دغه ډله د پاکستان نفوذ کم شي.

سرچینه استدلال کوي چې د طالبانو رهبري نوې شوې ده، تر ډېره ځوانان دي پکې او دا کسان له پاکستان سره دومره ښې اړیکې نه لري، چې له همدې امله پاکستان ته ګڼې اندېښنې پیدا شوې دي.

سرچینه همدا راز زیاتوي، چې په سرحدي سیمو کې د پښتنو ملتپاله خوځښتونه هم د پاکستان د جدي اندېښنې سبب شوي دي او په دې باور دی چې د طالبانو د سولې په صورت کې به دغه غورځنګونه لا فعال شي او پاکستان به له جدي ګواښ سره مخ کړي.

ایرو ایشیا لیکي له دې هر څه سره پاکستان بله لار نه لري، پرته له دې چې له افغان سولې سره مرسته وکړي او له افغان حکومت او په افغانستان کې له راتلونکي نظام سره ښې اړیکې جوړې کړي.