پوتین: امریکا په افغانستان کې په مداخلې سره ناورین رامنځ ته کړ

روسیه وایي په افغانستان کې د امریکا مداخلې یوه ستره تراژيدي رامنځ ته کړه.

د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې مداخله وکړه او دلته یې یو ناورین او تراژیدي رامنځ ته کړل.

نوموړي همدا راز د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دده په وینا همدا اوس فعال جنګیالي له عراق او سوریې افغانستان ته ننوځي او هڅه کوي په دغه هېواد کې ځانونه ځای پر ځای کړي.

د پوتین په وینا په افغانستان کې وضعیت پېچلی دی.

هغه د منځنۍ اسیا د هېوادونو امنیتی مسوولینو ته په خطاب کې ویلي چې خپل تدابیر تر بل هر وخت شدید کړي او د هر ډول مشکوکو فعالیتونو مخنیوی وکړي.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې روسیې د افغانستان په اړه د مسکو ناستې تر پای ته رسېدو وروسته ملګرو ملتونو ته له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د یوې بلې ناستې ترسره کېدو وړاندیز کړی دی.

لاوروف په قزاقستان کې یوې خبرې ناستې ته ویلي چې تر اوسه پورې ملګرو ملتونو د مسکو تازه وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی خو هیله یې ښودلې ده چې ملګري ملتونه ورته مثبت ځواب ووایي.

د یادونې ده چې مسکو څو ورځې وړاندې هم د اکټوبر په ۲۰مه نېټه د افغانستان په اړه د یوې ناستې خبر ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې په یاده ناسته کې به د افغانستان، پاکستان، ایران، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازې ګډون وکړي.

About هوسۍ لؤنګ 873 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله