سپورټ نړیوال کرکټ

په ۳ اړخيز سيريز کي نن افغانستان او زيمبابوې سره مخ کيږي.

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

افغانستان او زيمبابوې نن مازديګر ۰۵:۰۰ بجې د ډهاکې په شيربنګلا کريکټ لوبغالي کي سره مخ کيږي.

وروسته ترهغې چي په يوازنۍ ټيسټ لوبه کي افغانستان د بنګلديش کريکټ لوبډلي ته تاريخي ماته ورکړه،دادی نن د شل اووريزو لوبو په ۳ اړخيز سيريز کي د زيمبابوې سره مخ کيږي.

افغانستان او زيمبابوې پخواني ملګري دي، د شل اووريزو او يو ورځنيو لوبو ډير زيات سيريزونه يې سره کړي خو تر ډيره افغانستان ورباندي برلاسی وو.

زيمبابوې په داسي حال کي نن د افغانستان سره لوبه لري چي تيره شپه يې د بنګلديش څخه په ۳ ويکټو ماته وخوړه.

د افغان لوبډلي سره ۳ مهم لوبغاړي يوځاي سويدي.

ګلبدين نائب،مجيب الرحمن،نجيب الله ځدران او حضرت الله ځاځی چي ۴ واړه د بنګلديش پر پيچونو لوبيدلي او اشنايي ورسره لري،همدارنګه شفيق الله شفق به د ويکټ ساتونکي دنده په غاړه ولري.

په ټيسټ کريکټ کي د محمدنبي،اصغر افغان ، راشدخان او رحمت شاه کارګردګۍ د پام وړ وې نو ځکه د معمول په څير په نن لوبه کي هم ترې ډيره تمه کيږي.

د نن لوبي ويشتن ځای د سپينر توپ اچوونکو لپاره يوه موقع ده او پرې ښه ثابتيدلی سي خو لومړيو ۶ اوورنو کي د نبي او مجيب توپ اچوونه تربل هر لوبغاړي تاثري ده.

د نن په لوبه کي کريم جنت ته هم شايد چانس ورکول سي.

تيره ورځ د زيمبابوې او بنګلديش د لوبي پرمهال باران وسو چي وروسته لوبه ۱۸ اوورونو ته راکمه سوه،خو نن هم د باران لږ امکان سته خو د لوبي د کولو چانس ډير دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.