Advertisements
سپورټ

په ۲۰ اوریزه کرکټ کې محمد نبي د اسټرالوي مکسویل پسې دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې الراونډر لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل د تیرو څو کلونو راهیسې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه سیالیو په رینکینګ یا درجه بندۍ کې په مسلسل ډول د جدول سر کرښو کې ځای خپل کړی دی.

محمد نبي عیسی خیل په لمړیو وختونو کې د پنځوس اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې د لمړي ځل لپاره ۷ م مقام خپل کړی و، خو له هغې وروسته یې اسټرالوي شین واټسن او پاکستاني محمد حفیظ هم هم راګیر کړل.

نوموړي په دې ورستیو څو میاشتو کې د ۲۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې په نړیواله کچه د اسټرالوي ګلین مکسویل وروسته دویم مقام خپل کړی دی، خو لیرې نه ده، چې یوازې په څو ښو سیالیو ترسره کولو سره لمړی مقام خپل کړي.

د ۲۰ اوریزه سیالیو د وړمې ورځې په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې اسټرالوي ګلین مکسویل د بنګله دیشي شکیب الحسن څخه لمړی مقام نیولی، ورپسې دویم ځای محمد نبي عیسی خیل د ځان سره ساتلی، خو شکیب الحسن بیا دریم مقام ته شاه تګ کړی دی او بل افغان لوبغاړی سمیع الله شینواری په یولسم مقام کې ځای لري.

خو د ۵۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې بنګله دیش شکیب الحسن په لمړي، پاکستانی محمد حفیظ په دویم، محمد نبي عیسی خیل په دریم او راشد خان اووم مقام کې ځای لري.

د یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا دوه ورځې وړاندې د لوبډلو او لوبغاړو ترمنځ د کرکټ سیالیو نوې درجه بندي اعلان شوه، چې په ټیسټ سیالیو کې هندوستان، ۵۰ اوریزه لوبو کې انګلستان او ۲۰ اوریزه سیالیو کې پاکستان لمړي مقامونه خپل کړي دي او هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د خپلې پخواني نهم مقام څخه د سریلنکا په وروسته کولو سره ۸ ځای خپل کړی دی.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی