په ۲۰۱۹ز کال يو ورځني کريکټ کي تر ټولو ښه توپ اچوونه!

ليکنه: مدثر دعوت
نن د ۲۰۱۹ز کال وروستۍ ورځ ده او د کريکټ د نړۍ لپاره يو بريالی کال وو.
په ۲۰۱۹ز کال کي نړيوال جام، اسياکپ،د ۱۹ کلونو نړيوال جام، ايمرجينګ کپ سيالۍ،ليګونه او په لسګونو نړيوالي لوبي ترسره سوې.
نوي ريکارډونه جوړ سوه،پخواني ريکارډونه مات او ډيرو نويو لوبغاړو پکښې نړيوالي لوبي پيل کړې.
خو شايد تاسو ته تر اوسه دا نه وي مالومه چي په ۲۰۱۹ز کال يو ورځنيو لوبو کي تر ټولو ښه توپ اچوونه په يوه لوبه کي چا ترسره کړې؟!
راځئ پوه سو هغه پنځه لوبغاړي څوک دي چي په يوه يو ورځنۍ لوبه کي يې ترټولو ښه توپ اچوونه کړې.
۱_ شاهين افريدی

پاکستانی تيز توپ اچوونکی شاهين افريدی هغه لوبغاړی دی چي تر نورو توپ اچوونکو يې په يوه لوبه کي ښه توپ اچوونه ترسره کړې.
شاهين په ۲۰۱۹ز کال په يوه يو روځنۍ لوبه کي د ۳۵ منډو په مقابل کي ۶ ويکټي ترلاسه کړي.
د شاهين افريدي دا توپ اچوونه د بنګلديش کريکټ لوبډلي په وړاندي په نړيوال جام کي وه.
افريدي په په ۱۹ يو ورځنيو لوبو کي ۴۰ ويکټي لري چي يو ځل يې ۶ او څلور ځله یې ۴ ويکټي اخيستي.
۲_ ويزندرا چاهال

هندی ليګ سپينر هم يو له هغهو لوبغاړو څخه دی چي په ښه توپ اچوونکو کي يې دويم نوم راځي.
چاهال بيا روان کال د اسټراليا په وړاندي ښه توپ اچوونه کړې.
نوموړي د ۴۲ منډو په ورکولو سره په يوه لوبه کي د اسټراليا ۶ ويکټي اخيستي.
چاهال په ۵۰ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کي ۸۵ ويکټي اخيستي،چي ۲ ځلي يې ۵ او ۲ ځلي يې ۴ ويکټي اخيستي.
۳_ ګلبدين نائب

په روان کال کي په يو ورځنيو لوبو کي د ترټولو ښه توپ اچووني په مقام کي دريم نوم د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي د پخواني لوبډلمشر ګلبدين نائب دی.
ګلبدين نائب تر ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام مخکي د ايرلينډ په وړاندي د ۴۳ منډو په ورکولو سره ۶ ويکټي ترلاسه کړې.
دا وخت ګلبدين نائب لوبډلمشر هم وو.
ګلبدين نائب په ۶۵ يو ورځنيو لوبو کي ۵۹ ويکټي لري چي يو ځل يې ۵ او دوه ځلي يې ۴ ويکټي اخيستي.
۴_ تيم صودي

په څلورم مقام کي نيوزلينډی تيز توپ اچوونکی تيم صودي دی.
تيم صودي په روان کال کي د بنګلديش په وړاندي يو ورځنۍ لوبه کي د ۶۵ منډو په ورکولو سره ۶ ويکټي واخيستې.
صودي تر اوسه په ۱۴۰ يو ورځنيو لوبو کي ۱۸۶ ويکټي اخيستي،۳ ځلي يې ۵ او څلور ځلي يې ۴ ويکټي اخيستي.
تر ټولو ښه توپ اچوونه يې په يوه لوبه کي د ۳۳ منډو په ورکولو سره ۷ ويکټي دي.
۵_ جان پرايلينک

جان پرايلينک د نيمبيا کريکټ لوبډلي تيز توپ اچوونکی دی.
جان پنځم هغه لوبغاړی دی چي په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کي يې سږکال په زړه پوري توپ اچوونه کړې.
نوموړي روان کال کي د عمان کريکټ ملي لوبډلي په وړاندي د ۱۳ منډو په ورکولو سره پنځه ويکټي اخيستي.
جان په ۵ يو ورځنيو لوبو کي ۱۰ ويکټي لري.