سپورټ کورنی کرکټ

په ۲۰۱۹ز کال شپږیزه لیګ کې زیاتې منډې، شپږیزې، څلوریزې، وېکټې او نورې جالبې برخې!

سمیع الله درانی

د ۲۰۱۹ م کال شپږم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ د جمعې په ورځ د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د مِس عېنک اتلانو لوبډلې په اتلولۍ او بري پای ته ورسېد، دا دوهم ځل دی چې مِس عېنک لوبډله د دې سیالیو اتلولي وړي.

د نورو لوبو معلومات مو په تېرو لیکنو کې په یاران وېب پاڼه کې لوستي و؛ نو ځکه یې اوس له تکراره تېرېږو او راځو راسا همدې لیګ کې د لوبغاړو او لوبو اړخونو ته.

په دې سیالیوکې د ځېنو لوبغاړو کارکرده ګي او پرفامېنس خورا په زړه پورې و، دلته د ځېنو لوبغاړو مثبتې کړنې او نورې برخې در خپروو.

لومړی راځو د زیاتو وېکټو اخېستونکو بالرانو نومونو او وېکټو ته:

نجات مسعود چې له بند امیر لوبډلې سره ولوبېد، تر ټولو توپ اچوونکو یې زیاتې وېکټې واخېستې، هغه سږ کال شپږیزه لیګ د ۱۱ وېکټو په اخېستو سره پای ته ورساوه او لیډینګ ټېکرز یا مخکښ وېکټې اخېستونکی و، نوموړي په یوه لوبه کې د بُست لوبډلې خلاف ۵ وېکټې واخېستې او د غوره بالر یا د شپږیزې د دغه پړاو د بالېنګ غوره څېرې لقب یې واخېست.

په وېکټو کې دوهم مقام د نوین الحق و، هغه لس وېکټې واخېستې او له مِس عېنک نایټس لوبډلې سره ولوبېد، دریم ځای بیا وقار سلام خېل خپل کړ، نوموړي ۱۰ وېکټې واخېستې او کابل بازان لوبډلې سره ولوبېد، یمین احمدزی چې مِس عېنک نایټس لوبډلې سره ولوبېد، ۹ وېکټې یې واخېستې، حمزه هوتک د کابل بازان لوبډلې توپ اچوونکی و، ۸ وېکټې یې واخېستې او نور احمد بیا د مِس عېنک لوبډلې کیڼ لاسی لېګ برېک چېنا مېن توپ اچوونکی و، چې ۸ وېکټې یې واخېستې.

زیاتې منډې جووونکي توپ وهونکي

جاوېد احمدي چې یوه لوبه کې یې د بُست لوبډلې خلاف ۱۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې په ۲۰۱۹ م کال شپږیزه لیګ کې یې ۳۵۶ منډې جوړې کړې، چې تر ټولو مخکښ و.

نورعلي ځدران بیا ۳۵۴ منډې وکړې.

کریم جنت چې کابل لوبډلې سره ولوبېد دریم نمبر توپ وهونکی شو، هغه ۳۱۷ منډې کړې وې.

ابراهیم ځدران چې امو لوبډلې سره لوبېده، په پنځه لوبوکې یې ۲۸۷ منډې کړې وې.

اصغر افغان ۲۵۴ منډې او افسر ځاځي بیا ۲۳۱ منډې کړې وې.

زیاتې څلوریزې وهونکي توپ وهونکي

نورعلي ځدران تر پایلوبې پورې ۳۷ څلوریزې وهلې وې او لومړي مقام کې و.

جاوېد احمدي هم تر پایلوبې پورې ۳۶ څلوریزې لوبولې وې، دوهم مقام کې و، کریم جنت ۲۴ څلوریزې، ابراهیم ځدران ۲۳، افسر ځاځي ۱۸ او حضرت الله ځاځي هم ۱۸ څلوریزې وهلې وې.

زیاتې شپږیزې وهونکي توپ وهونکي

کریم جنت ۲۲ شپږیزې، جاوېد احمدي ۱۸، اصغر افغان ۱۷، رحمان الله ګُربز ۱۶، نجیب الله ځدران ۱۲ او ابراهیم ځدران ۱۱ شپږیزې وهلې وې.

زیات بې منډو یا ډاټ توپونو ترسره کوونکي بالران

حمزه هوتک ۷۵ توپونه ډاټ کړي دي، نوین الحق ۷۳، نوراحمد ۶۸، فرید احمد ۶۱، مجیب الرحمن هم ۶۱ او ضیاءالرحمن اکبر ۵۸ توپونه ډاټ کړي وو.

د شپږیزې لیګ مثبت او منفي اړخونه

د شپږیزې کرکټ لیګ دا ځل د نورو کلونو په پرتله خوندور و، د خوند علت یې هم دا و، چې د لوبغالي لپاره ټېکنالوژي تر نورو کلونو ښه وه، کېمرې کابو په ښه انداز کې لوبغالی، شاټ او نورې برخې راخېستې، د نشرېدو وسیله یې هم صفا او رڼه وه، د تلویزیون سربېره پر فېسبوک پاڼه هم ښې او ژوندۍ لوبې خپرېدې.

د جایزو د وېش لړۍ یې تر نورو پړاوونو منظمه او په زړه پورې وه، د مینوالو جوش او خروش پکې زیات و او بل جالب اړخ یې دا و، چې د نارینه وو ترڅنګ زیاتې ښځينه، چې د عمر په لحاظ په مختلفو طبقو وېشل کېدې د لوبو نندارې ته راتللې او له لوبغاړو سره یې د تشویق په برخه کې مهمه ونډه درلوده.

د لیګ د ترسره کېدو په لړ کې د لوبغالي شا او خوا د تګ راتګ وسیلې ورسره بوختې وې، چې د سپرلۍ چلوونکو موټرو لپاره زیاته ګټه په لاس ورتلله، د لوبغالي ترڅنګ د هوټلونو او دوکانونو څښتنان خوښ وو او ویل یې چې توکي یې ښه پلورل کېدل او د نورو ورځو په پرتله یې د شپږیزې لیګ په اوږدو کې ښه پلور درلوده.

خلکو لکه د ازادۍ یا خپلواکۍ د ورځې په څېر بېرغونه په ځان رسم کړي وو او ځېنو بیا لاسونوکې نیولي وو، رپول یې چې دې چارې خلک له بېرغ سره په مینه رنګول او د هېواد بېرغ یې نړۍ او هېوادوالو ته لا محبوباوه.

د شپږیزې د تنظیم کوونکي عبدالهادي دريځ په وېنا، چې د شپږیزې پایلوبه ۹ زره کسانو له نږدې ننداره کړه او لکونو کسانو نورو بیا په کورونو کې هېواد کې داخل او بهر کتله او خوند یې ترې اخېسته.

د هرې لوبې په پیل کې د هېواد ملي سُرود غږېده، چې دې چارې لا افغانان بېدارول او له خپل هېواد سره یې د مینې کلک تار لا تړل کېده.

بله ستره ګټه یې دا وه، چې ځوان لوبغاړي ښه وړتیا لري او کولای شي، چې د زړو لوبغاړو ځای یا تشه ډکه کړي، دې چارې د کرکټ بورډ د غوراوي برخې څخه روڼوالی غوښته او ټینګار دا دی، چې باید ځوانې وړتیاوې جذب شي.

هېوادوالو هغه لوبغاړي هم وپېژندل، چې مشهور نه و او دې لوبوکې یې مبثتې کارکرده ګۍ، همدغه لوبغاړي په خلکو ګران کړل او راتلونکو لوبوکې یې د اخېستو هیله ورسره وتړل شوه.

د ویسټ انډیز خلاف لوبوکې د ابراهیم ځدران، رحمان الله ګربز، عمران جنت، نوراحمد، نورعلي ځدران، جاوېد احمدي، نوین الحق، نجات مسعود د لوبېدو هیلې وتړل شوې.

دا شپږیزه لیګ د زیاترو مایوسو، په ذهني فشار د اخته او رواني ناروغانو لپاره د یوې شېبې د تفریح او خوښۍ یوه وسیله هم وه.

دې شپږیزه لیګ کې یو پېغام دا ډېر وړاندې کېده، چې افغانۍ زمونږ ملي هویت دی او په خپله راکړه ورکړه کې له افغانۍ ګټه واخلئ، ډېر اغېزناک پېغام و، چې ګوټ، ګوټ کې هېوادوالو لیده او زما په ګډون د خلکو جذبه او مینه له افغانیو سره پېدا کېده، چې نوره افغانۍ وکاروي.

د شپږیزې لیګ منفي اړخونه کم خو لږ څه یې ژور دي، د لوبغالي خبره که وکړو، باید لوبغالی لا معیاري شي، باید ستر شي، پانګونه پرې وشي که همدلته یې شونتیا وه، همدلته دې معیار ته کار وشي او که دلته شونې نه وه، بیا دې ورته ښه پراخه ځای وټاکي؛ ترڅو بیا توپونه ورک نه شي او څلورم لوبڅار ورسره د توپونو په راوړلوکې بوخت او ستړی نه شي.

کېمرې که څه هم ښې وې؛ خو لا دې پرې کار وشي، ترڅو لا زیاتې او له هرې زاویې شاټ وښيي.

د رېپلای سیسټم باید عصري شي، چې د وخت د ضایع مخنیوی وشي.

مبصرین ښه وو؛ خو غږونه اوڅېرې ډېرې تکراري وې، په افغانستان کې ښه، ښه مبصرین شته، چې باید وخت ورکړل شوی وی او دعوت شوی وی.

لوبڅارانو، لوبغاړو او بالرانو ته باید د امکان تر حده د ریوو سیسټم وجود ولري، ترڅو له لوبڅار سره په پرېکړو کولو کې، لوبغاړي ته په حق فېصله کولو او اطمېنان حاصلوو کې مرستندویه تمام شي.

انسان نه خامخا تېروتنه کېږي؛ خو چې ټېکنالوژي ورسره وي، بیا نو تېروتنه جبران کېږي او ستونزه منځته نه راځي.

دا کرکټ چې دومره له جنجالونو پاکه لوبه ده، یو علت یې په نړیوالو لیګونو او سیریزونو کې د اعلی کیفیت ټېکنالوژي ده، چې الټرا اېج، هاټ سپاټ، ریوو، رېپلای او نور سیسټمونه وجود لري، که دلته شوني وای باید یو ریوو سیسټم وای.

هسې له نیمګړتیاوو او ستونزو خو خالي کېدل نشته، خو زما په آند او د ډېری کرکټ مینوالو په فکرونو سږ کال شپږیزه لیګ د نورو کلونو په پرتله ښه منظم و او مدیریت یې تر ډېره ښکلی و.

د لا سوکاله او اباد افغانستان په هیله!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی