په یو هېواد کې د بالرانو له خوا زیاتو وېکټو کې راشدخان لومړی دی!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

سمیع الله درانی
د نړۍ په کچه ډېری داسې توپ اچوونکي شته، چې هېوادونو کې یې لوبې کړي دي، دوی په یواځې ځان په یو ځانګړي هېواد کې د زیاتو وېکټو اخېستلو ریکارډ لري.
دا چې د نړۍ نورو بالرانو نسبت راشدخان ته ډېرې لوبې کړي او په عمر کې هم ترې مشران دي؛ خو د بالېنګ د ځلېدا په برخه کې بیا ترې راشدخان ډېر پرمختګ کړی او دغه بالران یې د وېکټو په اخېستلو کې شاته کړي دي.
هغه لېست چې کرېک بز وېب پاڼې خپورکړی، پکې د راشدخان په ګډ‌ون ۴ بالران ذکر شوي، چې په یو هېواد کې یې ډېرې وېکټې ترلاسه کړي دي.
most bowls in t2031 په یو هېواد کې د بالرانو له خوا زیاتو وېکټو کې راشدخان لومړی دی!
د وېکټو اخېستو په برخه کې د لوبو یادونه نه ده شوې، چې هر بالر په یو ځانګړي هېواد کې څو لوبې کړي دي؛ خو یواځې یې د وېکټو شمېر په ډاګه شوی.
راشدخان په یواځې ځان په ټولو لوبو کې په هندوستان کې ۴۲ وېکټې اخېستې دي او په هندوستان کې یې د زیاتو وېکټو اخېستلو ریکارډ جوړکړی دی.
د نیوزیلېنډ څخه ټېم سوتي په خپل هېواد نیوزیلېنډ کې زیاتې وېکټې اخېستي، هغه په نیوزیلېنډ کې ۴۱ وېکټې اخېستې دي او په یو ځانګړي هېواد کې یې د زیاتو وېکټو اخېستو په برخه کې دویم ځای خپل کړی دی.
دریم بالر بیا سریلانکایي ملېنګا دی، ملېنګا د سریلانکا په ویشتن ځایونو په خپله توپ اچونه کې ۳۹ وېکټې اخېستې دي.
او وروستی هغه بیا بنګله دېشی الراونډر شکېب الحسن دی، هغه هم ملېنګا سره سیالي برابره کړې او ۳۹ وېکټې یې د بنګله دېش په هېواد کې ترلاسه کړي دي.
د راشدخان یو بل ریکارډ
rashid khan52 په یو هېواد کې د بالرانو له خوا زیاتو وېکټو کې راشدخان لومړی دی!
راشدخان په شل اوریزو لوبو کې تر نورو بالرانو زیات توپونه ترسره کړي، هغه په ټولو شل اوریزو لوبو کې چې د ویسټ انډیز سیریز پکې لا نه دی حساب شوی، ۱۳۵۵ توپونه ترسره کړي دي، چې په دې برخه کې لومړی مقام لري.
دوهم لوبغاړی بیا نېپالی سندیپ لامېچانی دی، هغه د اکټوبر تر میاشت پورې په شل اوریزو لوبوکې ۹۸۵ توپونه ترسره کړي وو.
دریم بالر بیا افغانی مجیب الرحمن دی، مُجیب په ټولو شل اوریزو لوبو کې ۹۶۳ توپونه ترسره کړي دي.
څلورم بالر عمران طاهر دی، نوموړي په شل اوریزو لوبو کې ۹۵۰ توپونه ترسره کړي دي.
3127 په یو هېواد کې د بالرانو له خوا زیاتو وېکټو کې راشدخان لومړی دی!
پنځم بالر بیا محمدنبي عیسی خېل دی، عیسی خېل په شل اوریزو لوبو کې تر اکټوبر میاشت پورې ۸۷۸ توپونه ترسره کړي دي.
دا د دې لوبغاړو په بالېنګ کې ډېر دخالت او بوختیا په ډاګه کوي.

About ياران ټیم 3432 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.