ژوند بڼه

په یوې اونۍ کې د پوستکي د سپينولو طريقه!

ژباړه: نسیمه محمدي

که ستاسې پوستکی د جنېټک یا بل هر دلیل له امله غنمرنګ یا تیره وي د دې طریقې په عملي کولو سره په سمدستي او طبیعي ډول سپینوالی ترباسه کېږي.

د غنمرنګ او تیره پوستکي سپينېدل هغومره هم چې تصور یې کېږي ستونزمن نه دي. کافي ده د کوم څه په اړه چې وړاندې یې تاسې سره شریکوو، په منظم ډول تعقیب کړئ. د دې طریقې تر سره کولو لپاره تاسې ډېر ساده وسایلو ته اړتیا لرئ. له یاران سره اوسئ.

سپارښتنه کوو په لومړیو کې خپل مخ پاک ووینځئ او د مناسبې رڼا په شتون کې له خپلې څېرې انځور واخلئ، تر څو د دې پروګرام له بشپړېدو وروسته د خپل پوستکي بدلونونه په سمه توګه ووینئ.

د خپل پوستکي جنسیت وپېژنئ

لومړی په عادي حالت کې خپل پوستکی لمس کړئ. که ستاسې په نظر په آسانۍ سره کولای شئ خپلې ګوتې ته حرکت ورکړئ او که لږ څه د غوړوالي احساس وکړئ ستاسې پوستکی غوړ دی. که په مخ د لاس کشولو پر وخت د لږې سختۍ سره مخ کېږئ او همدارنګه له وینځلو وروسته ستاسې په مخ سپینې لکې یا خشکي وینئ د وچ پوستکي درلودونکي یئ، پرته له دې ستاسې پوستکی معمولي دی.

د یوې اونۍ په ترڅ کې هره ورځ ښکته یادې شوې چارې تر سره کړئ.

د پوستکي د پېژندلو وروسته لاندې یاد شوي ټکي هره ورځ او په ترتیب سره تر سره کړئ:

۱: د بخار( تفت) یوه دستګاه چمتو کړئ او که دستګاه نلرئ د جوشو اوبو یو نسبتا لوی لوښی په ګاز کېږدئ او په ملایم اندازه ګاز روښانه کړئ.

۲: د وچ پوستکو، حساس یا دانو لرونکو پوستکو لپاره د وچې بابونې او د غوړو پوستکو لپاره آوېشن ( یو بوټی چې خوشبویه پاڼې یې په خوړو کې استعمالېږي)، وچه او تازه نعناع او یوه اندازه د لیمو اوبه دې اوبو ته اضافه کړئ. د معمولي جلد لرونکي کولای شي د وچو ګلانو یا بابونې څخه ګټه واخلي.

۳: د ۱۰ دقیقو لپاره خپل مخ ته بخار ورکړئ او په دې موده کې حتما خپل سر د یوې روجایي سره وپوښئ تر څو پوستکی په بشپړه توګه د بخار په وړاندې قرار ولري.

۴: د وخت له تېرېدو وروسته مخ په ډېرو سړو اوبو ( چې د یخ ټوټې ورسره وي) ووینځئ او د درې دقیقو لپاره د یخ ټوټو سره مخ ته ماساژ ورکړئ.

۵: د کاغذي دستمال سره په ډېرې آرامۍ مخ وچ کړئ او وروسته د حیواني غوړیو یا وېټامین آ یا هم ډېر لږ واسلین سره مخ غوړ کړئ.

۶: د ورځې په اوږدو کې له ۸ تر ۱۲ ګیلاسه غېر معدني اوبه وڅښئ. د دې لپاره چې د څښل شویو ګیلاسونو شمېر در څخه هېر نشي له هر ځل اوبو څښلو وروسته ځان سره یاداښت ونیسئ.

۷: روزانه یو ګیلاس د بادرنګ اوبه وڅښئ او د شپې د بادرنګ ماسک د کم غوړه مستو سره پر مخ ووهئ( غوره ده دا ماسک د مخ له بخار څخه یو ساعت وروسته وکاروئ). سر بېره پردې د ځمکني توت له ماسک څخه هم ګټه اخېستلی شئ.

۸: سهار د ۱۰٪ غلظت لرونکي وېټامین C څخه کار واخلئ او وروسته د لمر ضد کریم وکاروئ.

۹: د ورځې په اوږدو کې نیم تر یو عدد پورې بروکلي کرم په اومه یا پوخ ډول، له یوې اندازې مالګې او لیمو اوبو سره وخورئ.

۱۰: حتما هره شپه له خوب وړاندې یو دانه کوچنی کاهو د لیمو اوبو سره وخورئ.

۱۱: سهار یو ګېلاس شیدې د یوې قاشغې شاتو سره وخورئ تر څو مو د سپینېدو لپاره مهم ګام اوچت کړی وي.

۱۲: یوه اندازه د زیتونو طبیعي غوړي ګرم کړئ او په زیاته اندازه مالګه ورسره اضافه کړئ تر څو غلیظ شي. دا محلول له مازیګر وروسته په خپل مخ مساژ کړئ او د ۱۵ دقیقې لپاره یې استعمال کړئ. وروسته له هغې ۱۰ دقیقې صبر وکړئ او بیا د ماشومانو له شامپو سره مخ ووینځئ.

د دې یوې اونۍ په اوږدو کې اصلا د مرچو له خوړلو باید ډډه وکړئ.

هڅه وکړئ په دې اونۍ کې ډېر کبان وخورئ تر څو د سپینېدو پروسه چټکتیا ومومي.

له سپینوونکو موادو( روی شویه) د حمام کولو پر وخت کار واخلئ، په دې شرط چې له فشار او ځږې کیسې پرته وي وکاروئ، خو باید یو ورځ تر منځ وکارول شي.

که زیانمن شوی پوستکی لرئ هڅه وکړئ له عطاري دوکانونو سمندري ځږ چمتو او له خوب وړاندې یې استعمال کړئ.

د اوومې ورځې په پای کې خپل مخ ووینځئ او انځور یې واخلئ او له رامنځته شویو بدلونونو څخه خوند واخلئ.

که مو حس کړه پوستکی مو سپین او روښانه شوې مګر بیا هم د ځوانکو پخواني داغونه شته، د داغونو د له منځه وړلو ماسکونو او لارښوونو څخه ګټه واخلئ.

هیله لرو له پورتني مطلب څخه د روښانه او سالم پوستکي درلودلو لپاره کافي ګټه واخلئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.