په یوه ورځ/ اونۍ ځومره غوښه باید وخوړل شي؟

غوښه خوړل په عمومي ډول د انسان پر روغتیا ژوره اغېزه کوي، او ګڼ شمېر ګټې لري، خو دا چې د لوی اختر(قرباني اختر) ورځې دي، په دې ورځو کې خامخا د ډېریو خلکو په کورونو کې څو څو ځلې غوښې پخې او خوړل کېږي.

دا مه هېروئ، چې غوښه د انسان بدن ته هغه وخت ګټوره ثابتیدای شي، چې په ټاکلې اندازې سره ورخوړل شي، او د غوښې په خوراک کې زیاتی ونه شي. دا چې په یوه ورځ کې د انسان بدن څومره غوښې ته اړتیا لري، په دې لیکنه کې یې ولولئ!

له اندازې زیاته غوښه خوړل د ګټې پرځای روغتیا ته تاوان لري. په زیاتې کچې غوښه خوړلو سره انسان کې د خیټې درد ترڅنګ د قبضیت یا شدید اسهالات هم رامنځته کړي، په ځانګړي ډول نابالغه او د لږ عمر لرونکي کسانو کې د غوښې زیاته اندازه خوراک یو شمېر نورې ناروغۍ هم رامنځته کولی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور سره سم دا ویل شوي دي، چې یو بالغ انسان باید په اونۍ کې دوه واره غوښه وخوري، خو که چېرته هره ورځ غوښه خورئ نو باید دا په پام کې ونیسئ، چې په اوونۍ کې له نیم کیلو څخه دا کچه ډېره نه شي.
د پوهانو په وینا د یوه بالغ انسان لپاره چې غواړي دا قوي پروټين لرونکي خواړه وخوري، نو په ورځ کې ۷۰ ګرامه/ په اوونۍ کې ۵۰۰ ګرامه یانې نیمه کیلو غوښه خوړل په کار دي.
ډېریو خلکو ته د لوی اختر پرمهال دا ستونزه رامنځته کېږي، چې د غوښې اندازه په پام کې نه نیسي، او د ۶۰ یا ۷۰ ګرامه غوښې پر ځای چې ورځنۍ ټاکلې او مناسبه خوړنیزه اندازه ده، په ورځ کې نیمه کیلو او یا هم یوه کیلو غوښه خوري چې ورسره د جدي ناروغیو سبب کېږي، او د زیاتې غوښې خوړلو له امله ورته بد هضمي، قبضیت او نورې ناروغۍ پيدا کېږي.

 

وروستي مطالب