فبروري 26, 2021

په کور کې د سالمو او صحي ایس کریم جوړولو طریقه

ژباړه: مریم محمدي
ایس کریم هغه خواړه دي چې د ژمي په پرتله اوړي کې بیا په تیره د ګرمۍ په موسم کې ډير خوړل کیږي.
ایس کریم د لویانو ترڅنګ د ماشومانو دېر خوښیږي. د ایس کریم د خوړلو لپاره ځیني خلک ډیر مشهورو ایس کریم خانو ته ځي، خو کله کله په خپل ځانګړو یخچالونو کې کوڅه په کوڅه هم پلورل کیږي، چې ماشومان یې غږ واروي نو بیا په پړو هم نه ټینګیږي، کورنۍ مجبوره وي چې هرومرو ورته واخلي.
ایس کریم د جوړښت له مخې ځیني صحی وي، خو ځیني نور بیا له خوړلو وروسته د ناروغي سبب کیږي. که غواړئ چې داسې ایس کریم وخورئ چې له خوړلو یې وروسته د ناروغۍ ډار ونه لرئ، نو په کور کې په اسانۍ سره یې جوړ کړئ، د جوړولو طریقه یې له دې متن نه زده کړئ:
اړین مواد:
– یو لیټره شیدې
– دوه نیم کیلوبوره
– ۱۰۰ ګرامه د ایس کریم پوډر
د جوړولو طریقه:
د ایس کریم پوډرله یو ګیلاس شیدو سره په یوه لوښې کې واچوئ نرمه حلوا ځینې جوړه کړئ بیا هغه نورې شیدی په پاک دیک کې وایشوئ وروسته نیم کیلو بوره او هغه نرمه حلوا ورواچوئ کله چئ ښه پر ایشودو راشي، نو دا مواد د فیریني په څیر ځان کلک کوي، د ښه خوند لپاره يې کولای شئ، یوه قاشوغه د هل پوډر هم واچوئ. بیا یې راواخلئ د شیریخ په قالب کې واچوئ په یخچال کې کیږدئ، یو ساعت وروسته کولای شئ یخ، او صحي ایس کریم له ماشومانو سره یو ځای نوش جان کړئ،