فبروري 25, 2021

په کريکټ کې ستر نو او پراخ توپ.

د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ کې ویسټ انډیزي کیڼ لاسي بالر کرېشمر سېنټاکي تر ټولو ستر وایډ او نوبال ترسره کړ.
کرېشمر هغه مهال تر سکېنر یا د کتونکي ماشین تر څارونکې سترګې لاندې راغی، چې د سېلهېټ تندر لوبډلې لپاره یې توپ اچونه کوله.
د چهارشنبې په ورځ د ډېسمبر په یوولسمه نېټه د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ پیل شو، چې دې لیګ کې لومړۍ لوبه د سېلهېټ تندر لوبډلې وه، چې دې لوبډلې سره شفیق الله شفق او نوین الحق هم لوبېږي، دې لوبډلې د شفق په نشتون کې چټوګرام لوبډلې ته ۱۶۴ منډې هدف ورکړی و، چې چټوګرام لوبډلې دا هدف په بریالۍ توګه پوره کړ.
کرېشمر سنټاکي چې کوم توپ ترسره کړی، پښه یې هم ډېره اړولې ده او بیا یې توپ هم ډېر پراخ لېګ سټمپ ته وایډ تللی دی، چې دا وایډ د کرکټ لوبو سوداګریزو لوبو په اوږدو کې تر ټولو ستر وایډ حساب شوی دی او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د خندا وړ بلل شوی دی.
د احناف په نامه یو ټوېټر کاروونکي لیکلي، له بده بخته دا ډېر ستر نو او په عېن وخت کې ستر وایډ یا پراخ توپ دی!

سنټوکي د بي پي ایل په لومړۍ لوبه کې په ۴ اورونوکې ۳۴ منډې ورکړې، یوه وېکټ یې واخېسته او ۴ یې پراخ توپونه هم ترسره کړل.
که څه هم سنټاکي هغه توپ چې هم وایډ او هم نو و، نو بال حسابېده خو لوبڅار وایډ حساب کړی و او د بالر پښه ته یې پام نه و کړی.
د بنګله دېش سوداګریز لیګ کې محمدنبي او شهزاد لوبې وبایللې؛ خو مجیب او حضرت الله ځاځي دې وګټلې.
مجیب د محمدنبي دې خلاف لوبه کې په ۳ اورونوکې ۷ منډې ورکړې او شهزاد یې په ۱۳ منډو وسوځاوه.
محمدنبي بیا درې اورونوکې ۱۴ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
د پنجشنبې په ماسپښین بیا ځاځي د ډاکه پلاټون لوبډلې پر وړاندې ۵۶ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبه یې وګټله.