مارچ 2, 2021

په کابل کي د والیبال ساحلي سیالۍ پاي ته ورسېدې.

ليکنه: صابرحميدي
د مسئولینو په خبره څلور ورځي مخکي د افغانستان فوټبال فدراسیون په یوه لوبغالي کي د والیبال ساحلي لوبي پيل سوي وې، چي پرون یکشنبه د جهان سپورټ په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي د ساحلي والیبال د یادو سیالیو پایلوبه د جهان سپورټ او ابن خلدون په نوم د یوې شخصي موسسې ټیمونو ترمنځ ترسره سوه.
چي په پاي کښي جهان سپورټ ۲ پر ۰ مقابلي لوبډلي ته ماته ورکړه او اتلولي ئې خپله کړه.

دا سیالۍ چي څلور ورځي مخکي پيل سوي وې، د پلازمیني کابل او یو شمېر نورو ولایتونو څخه ۱۴ د والیبال ساحلي لوبډلو ګډون کړی وو.
په دې سره جهان سپورټ لومړی، ابن خلدون موسسې دوهم او سرې میاشتي درېیم مقام او نور رحمن ترخېل لوبډلي بیا څلورم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو مسئولین وايي، چي د دې ټورنمنټ موخه دا وه، چي افغان ساحلي والیبال ملي ټيم ته غوره لوبغاړي وموندل سي.
دوی وايي، چي په یادو سیالیو کي د بېلابیلو لوبېدونکو لوبډلو څخه افغان ساحلي والیبال ملي ټیم ته ۱۶ تنه تکړه لوبغاړي غوره سول.
په دې سیالیو کي د ځوانمردانه سیالیو کپ بیا د فراه ولایت خپل کړ.

ساحلي والیبال هغه لوبه ده، چي په میدان ئې له ریګو څخه جوړ وي او لوبغاړي لوڅي پښې پکښي دا لوبه ترسره کوي.

د سوداګریزو لوبو ۵ موخې

لیکوال: سپورټ یاران - برخه : سپورټ

له افغانستان نیولې تر پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، عربي متحده امارات، اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا، امریکا، ویسټ انډیز او کاناډا سوداګریز لیګونه لري او د نړۍ له مختلفو هېوادونو نړیوال لوبغاړي اخلي او لوبوي ... نور ولولئ