سپورټ نړیوال کرکټ

په ښځینه بېګ باش کريکټ لیګ کې تاریخي ملګرتیا وشوه!

ليکنه: سمیع الله درانی

اسټرالیا کې د نارینه وو بېګ باش لیګ ترڅنګ د ښځینه وو بېګ باش لیګ هم کېږي، خو ښځینه وو لیګ تر نارینه وو لږ مخکې پېلېږي.

د ۲۰۱۹ م کال ښځینه بېګ باش لیګ د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پیل شو، اډیلایډ سټرایکرز، مېلبورن رېنېګېډز، برېسبېن هیټ، هوبرټ هرېکېنز، سېډني تندر، سېډني سېکسرز، پېرت سکارچرز او مېلبورن سټارز لوبډلې دې لیګ کې لوبېږي.

سږ کال پکې ټولې ۵۹ لوبې کېږي او پایلوبه یې د ډېسمبر په ۸ مه نېټه ترسره کېږي.

د دې لیګ په ۲۱ مه لوبه کې د سېډني سېکسرز ښځینه لوبډلې دوو اوپنرانو الېسا هیلي او ایلایس پېري د ښځینه بېګ باش لیګ په تاریخ کې بنسټیزه او ریکارډي ناسوځېدلې ملګرتیا وکړه.

لوبه په پېرت ښارکې ترسره شوه، پچه سېډني سېکسرز لوبډلې وګټله او توپ وهنه یې وکړه، وېکټ ساتونکې توپ وهونکي الېسا هیلي او الراونډره لوبډلمشر ایلایس پېري اوپننګ ته راغللې، پېري په ۶۸ توپونو د ۱۲ څلوریزو په ملتیا ۸۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او ورسره هیلي بیا په ۵۳ توپونو د ۱۳ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مرسته ۱۰۸ ناسوځېدلې منډې وکړې، دواړو ۱۹۹ ناسوځېدلې منډې ملګرتیا وکړه او د ستر ریکارډ بنسټ یې کېښود.

ایلایس پېري او هیلي د نړۍ په کچه دریمه مشهوره ښځینه کرکټ جوړه ده، چې شل اوریزو لوبو کې یې بېټېنګ له لاسته راوړنو ډک دی.

له دې وړاندې په ۲۰۱۴ م کال کې د سویلي افریقا ښځینه کرکټ جوړې لېزل لي او ډېن وان نېکرک په اوپننګ ۱۶۳ منډې کړې وې.

چيشایر لوبډلې اوپنرانو ایلي کترین مېسن او لاور مک لیوډ په ۲۰۱۶ م کال کې په اوپننګ شل اورونوکې ۱۵۰ منډې ملګرتیا کړې وه.

پېري او هیلي بیا د نړۍ په کچه دوهمه جوړه شوه، چې داسې یو ریکارډ جوړوي، له دې وړاندې لاو وېنسېنټ او شهریا نفیس ۱۹۷ منډې ملګرتیا کړې وه.

هیلي بیا لومړۍ لوبغاړې شوه، چې د ښځينه او نارینه بېګ باش لیګ په تاریخ کې درې سلیزې وهي.

سېډني سېکسرز لوبډلې په دغې ریکارډي لوبه کې مېلبورن سټارز لوبډلې ته په ۴۵ منډو ماته ورکړه.

د نومرو په جدول کې سېډني تندر لوبډله لومړۍ، اډیلایډ سټرایکرز دوهم، سېډني سېکسرز دریم، برېسبین هیټ څلورم، هوبرټ هرېکېنز پنځم، مېلبورن رېنېګېډز شپږم، پېرت سکارچرز اووم او مېلبورن سټارز اتم مقام لري.

د دې لیګ اتلولي تېر کال برېسبېن هیټ لوبډلې ګټلې وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی