اپریل 19, 2021

په چمېنزلیګ کي نن او سبا د ګروپ وروستۍ لوبي ترسره کیږي

نن د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ په سیالیو کي خورا جذابي لوبي ترسره کیږي، چي دا ئې د ګروپي پړاو وروستۍ لوبي دي او له نن او سبا وروسته به ۱۶ لوبډلي دوهم پړاو ته لاره پیداکړي.
نن سې شنبه د اروپا د اتلانو لیګ یا چمپینزلیګ فوټبال لیګ په سیالیو کي ۸ لوبي ترسره کیږي، چي په یادو لوبو کي ۱۶ لوبډلي یو د بل په وړاندي د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کي سره لوبیږي.
په یادو سیالیو کي ناپولي د خنک کوربتوب، سلزبورګ د لیورپول کوربتوب، دورتمند د سلاویا پراګ کوربتوب، انټر میلان د بارسلونا کوربتوب، بینیفیاک د سنټ پیټرزبورګ کوربتوب، لیون د لیپزیک کوربتوب، اژاکس د والینسیا کوربتوب او چلسي بیا د لیل کوربتوب کوي.
ناپولي د خنک په وړاندي او سلزبورګ د لیورپول په وړاندي نن شپه ۱۰ بجې او ۲۵ دقیقي یو د بل په وړاندي ولوبیږي.
خو نوري ټولي لوبي بیا نن شپه ۱۲:۱۵ بجې پېلیږي.

د دې لیګ په نورو لوبو کي سبا چهارشنبه هم ۱۶ لوبډلي یو د بل په وړاندي لوبیږي.
په یادو لوبو کي بیا ریال ماډریډ د بلک برګ په وړاندي، ګالاتا سرای د پاریسټ ژرمېن په وړاندي، تاتنهام د بایرن مونیخ په وړاندي، کروینا زیویزډا د المپیاکاس په وړاندي، منچسټر سیټي د ډینامو زګریب په وړاندي، شاختار ډونټیسک د اتلانتا په وړاندي، اتلاتیک ماډریډ د لوک موټیو مسکو په وړاندي او بایرن لوارکوزن بیا د جیونټوس په وړاندي لوبیږي.

ډینامو زګریب د منچسټر سیټي او شاختار ډونټیسک بیا د اتلانتا په وړاندي سبا چهارشنبه ماخستن ۱۰ بجې ۲۵ دقیقې یو د بل په وړاندي لوبیږي، خو پاته شپږ لوبي بیا سبا ماخستن ۱۲:۱۵ بجې ترسره کیږي.