
ليکنه: سمیع الله درانی
سریلانکا په ۱۹۹۷ م کال کې د هندوستان خلاف د سریلانکا په مرکز کولمبو کې په ټېسټ لوبه کې ۹۵۲ منډې وکړې.
هند لومړی توپ وهنه کړې وه، چې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۵۳۷ منډې کړې وې او بیا ډیکلیئر شوي وو.
د هندوستان توپ وهونکو ۵۹ څلوریزې او ۴ شپږیزې وهلې وې.
سچېن ټېنډولکر چې دې لوبه کې لوبډلمشر و، ۱۴۳ منډې، محمد ازهرالدین ۱۲۶ منډې، سېنګ سېدو ۱۱۱ منډې او راهول ډراوېډ ۶۹ منډې کړې وې.
سریلانکا بیا په یوه پاڼۍ کې ۹۵۲ منډې وکړې، چې ۱۰۹ پکې څلوریزې او ۲ شپږیزې د سریلانکا له خوا وهل شوې وې.
سېنت جایاسوریا ۳۴۰ منډې، مهاناما ۲۲۵ منډې، اراوېنډ ډیسیلوا ۱۲۶ منډې، ارجون راناټونګا چې د سریلانکا لوبډلمشر و ۸۶ منډې او مهیلا جایاوردني بیا ۶۶ منډې کړې وې.
د سریلانکا شپږ لوبغاړي اوټ شوي وو او بیا یې پاڼۍ هند ته پرېښې وه.
دا لوبه د هند او سریلانکا ترمنځ مساوي پای ته رسېدلې وه.
۱۹۳۸ م کال کې سریلانکا د انګلستان خلاف ټېسټ لوبه کې په یوه پاڼۍ کې ۹۰۳ منډې کړې وې.
د هندوستان خلاف د سریلانکا دوه لوبغاړي جایاسوریا او مهاناما دوه ورځې ولاړ وو، خو له هغې وړاندې په فرسټ کلاس یا څلور ورځنیو سیالیو کې د هندوستان دوه توپ وهونکي ګل محمد او ویجی هزاری د ۵۷۷ منډو د ملګرتیا په برید ولاړ وو، دا پارټنرشېپ په ۱۹۴۶ م کال کې شوی و.
په څلورمه پاڼۍ د ټېسټ لوبو نور لوړ هدفونه
هندوستان نیوزیلېنډ ته د ۲۰۰۹ م کال د اپریل په ۶ مه نېټه د وروستۍ پاڼۍ په ترڅ کې ۶۱۷ منډې هدف ورکړی دی.
۲۰۰۸ م کال کې هند، اسټرالیا ته ۵۱۶ منډې هدف ورکړی و، چې هند په ۳۲۰ منډو دغه لوبه ګټلې وه.
۲۰۰۵ م کال کې هند سریلانکا ته ۵۰۹ منډې هدف ورکړی و، چې هند بیا په ۲۵۹ منډو دغه ټېسټ لوبه ګټلې وه.
هند په ۲۰۰۷ م کال کې انګلستان ته ۵۰۰ منډې هدف ورکړی و، چې لوبه بیا ډرا شوې وه.
په نړۍ کې داسې نور ډېر ټارګېټونه په ټېسټ لوبوکې ورکړل شوي، چې لوړ دي.