په ټولنیزو رسنیو کې به بې شمېره داسې څهرې، چې تاسو یې لیدل نه غواړئ

د انټرنیټي نړۍ جادو

که یو دانا  شخص په پوهه سره هغه څه وکړي، چې هغه ته پکې لوی زیان وي، نو د ده په هکله له دې پرته به نور څه وویل شي چې چا پرې کوډي(هیپنوټایز) کړي وي؟

که تاسي لږ د نن ورځې انسان مشاهده کړئ، نو وبه وګورئ، چې زموږ څخه ډېری دا ډول بې سر و پښو (عجیبه) ژوند کوي.

ـ موږ د شپې وېښ یو، که څه هم زموږ جسم د شپې خوب و ارام کولو لپاره جوړ شوی. موږ هغه خواړه خورو، کوم چې مو د څو کلونو په اوږدو کې د چاقۍ لامل کېږي. په دوه یا درېیو لسیزو کې مو دا چاقي په منځني عمر کې تر مرګ رسوي.

ځینې ​​وختونه داسې بریښي چې ټول انسانیت هیپناټائزډ شوی وي. زموږ دښمن په خطرناکه ټیکنالوژۍ سمبال دی. هرڅوک په لاس کې سمارټ فون لري، او د هرچا په سترګو ډیجیټلي عینکې دي. موږ نشو کولی چې پخپله خوښه د څه شې په اړه فکر وکړو.

 

په ګرځنده تلیفون کې واټس اپ، فیسبوک، وایبر او بریښنالیک کې؛ شپه او ورځ د هغه خلکو پیغامونه ترلاسه کوو، چې موږ یې حتا نه پیژنو. که تاسې له دوی ځنې وپوښتئ چې تاسو څوک یاست او ولې دا ناضروري معلومات زما نمبر یا ادرس ته رالیږئ نو دوی به وخاندي.

کله یو څوک وایې: تاسو دې… ګروپ کې په دې خاطر شامل شوې یاست، چې ښه معلومات سره شریک کړو، تر څو چې تاسې دا ګروپ یا کنورسیشن Leave(ځنې بهر) نه کړئ، مسلسل پیغامونو ته به دوام ورکوي، کله به مو یو او کله بل داسې ځای کې Mention کړې چې ځان به هم ځنې خلاصولئ نشئ، او دوی به مو په قصدي ډول داسې موضوع کې دخیلوې، چې ناضروري معلومات په سیلاب به دې ۲۴ ساعته وخت ضایع شي.

 

که چېرته له تاسې د خپل ګرځنده تلیفون غږ یا ډیټا بندول هیر شي، نو دا پیغامونه به مو د شپې ناوخته له خواږه خوبه راوېښ کړي، له دې وروسته که د څو ساعتونو لپاره بې خوبه پاتې شئ، نو د دوی یې بلا درپسې. دا داسې وي لکه د انسان نه لیدونکی دښمن؛ چې دې له ځورېدلو خوند اخلي او په زوره دې له خوبه بیدارولو ته اړ باسي، لکه د تحقیق لاندې بندي.

ـ تاسې که په انټرنیټ کې یو څه خلاصوئ او ګورئ. نو له هغې وروسته به تاسو ته په ګڼو پاڼو کې ګڼ اعلانونه مخ مخ ته درځي، چې له اندېښني به یې هم پرانیزئ او ګورئ، چې څه دي پکې.

یو څو کاله انتظار وکړئ؛ بیا به شپه او ورځ د تلیفون زنګونه ترلاسه کوئ. موبایلونه او لیپ ټاپونه یو له بل سره وصل دي. که نننی انسان خپل ګرځنده تلیفون په کوم ځای کې وغورځوي هم، نو هغه به په خپله کورنۍ او ټولنه کې نا اشنا وي.

ـ که زوړ موبایل مات شي، نو نوي موبایل کې ټول هماغه زاړه معلومات او ادرسونه بېرته انتقال و فعالیږي. هېڅ شی نشي هیرولی.

په ټولنیزو رسنیو کې به بې شمېره داسې څهرې وګورئ، چې تاسو یې لیدل نه غواړئ، خو لیدو ته به یې اړ ایستل کېږئ.

«د نن ورځې انسان چې؛ د غیر ضروري معلوماتو سیلاب په مخه کړئ، دا پرې یوازې خپل عکس العمل ښودلی شي، خو خپل فکر هېڅ نشي کولی»

ـ نن ورځ چې له کار څخه کور ته راشي، اولاد دې تا ته سلام ستا ښه راغلاست نه کوي. مېرمنې مو مخې ته تازه پاخه شوي خواړه نه ږدي، داسې وخت راغلی، چې په زانګو کې ماشومان هم له ګرځنده تلیفونونو څخه خوند اخلي او لوبې ورسره کوي.

اوس داسې وخت راغلی، چې تاسې خپل درڅخه پردي (بیګانه) شوې او د ټولنیزو رسنیو پردې مو خپل و درته نږدي شوي.

شپه او ورځ خپل د زړه حال هغو خلکو سره شریکوو، څوک چې زموږ هېڅ نه کېږي او نه مو پروا لري، حتا که مړه شو، د دوی له سترګو به یو څاڅکی اوښکه هم راپسې تویه نشي.

 

«همدا شان زموږ هر بچی له داسې ملګرو سره ښکېل دی، کوم چې یوازې خپل سات تیروي، خو په ستونزو کې یې په کار نه راځي. دوی یوازې زموږ په خوښۍ کې شریک وي. »

ټوله ورځ به د لیونيو په څېر د داسې څه په لټه کې یاست، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپاره کړئ شئ.

ـ اوس کور یو زندان ته ورته دی. په هره خونه کې هر یو په ​​لاس کې سمارټ فون او چا په غېږ کې لپ ټاپ اېښئ دی.

یو بیګانه له زندانه ازادېږي؛ زوی یې په انټرنیټ کې داسې څه موندلي، چې هغه اوس د خپل نیمې پیړۍ پخوانې پلار په خبرو کې هیڅ علاقه نه لري.

ـ او چاغوالی؟ فرض کړئ تاسې په یو سیند ورګډېږئ، تاسې په دې پوهېږئ، چې مخکې سیند په سلګونه فوټه ژور دی، خو د دې با وجود هم تاسې بېغمه لامبو پکې وهئ، نو د دې مطلب دا شو،چې تاسي کومې معجزي ته په تمه یاست.

“چاغښت” هم یو داسې وینه څکوونکی جادوګر دی، تر هغه وخته پورې ارام نه مومي تر څو چې دې د بدن سره یوه وېره لرونکې لوبه کوي او له وخته مخکې دې ووژني. نن وګورئ زموږ د ټولو خېټې راوتلي دي، خو بیا هم موږ ټول معجزې ته په تمه، ګړندي خواړه ژوو.

ـ پخوا به کورنۍ یوځای په چکر تلل. اوس حتا که دوی په زور سره راټول هم شي؛ هر یو به یې په خپلو سمارټ فونونو کې مصروف وي. دوی په ډیجیټل ژوند کې ورک شوي، کوم چې د رښتیني ژوند څخه ډېر ښکلي ښکاري. دا ډیجیټل ژوند د دوی انرژي مصرفوي، د دوی وخت مصرفوي او دوی ناضروري شخړو کې ښکېلوي.

ـ یوه ورځ به انسان دې پایلې ته ورسېږي، چې هغه باید د انسانانو ترمنځ غیر ضروري اړیکې له منځه یوسي. متمرکزه خلکو ته د هر دور اړتیا ده.

په هر حال کې موږ باید د دې لیونتوب سره مبارزه وکړو. موږ باید صحي خواړه وخورو، پلي وګرځو، د عقل او دلیل خبرې وکړو، مخکې لدې چې ډیر ناوخته شي!