په يوه ټاکلي وخت کې ويده کېدل او له خوب نه پاڅېدل؛ کومې ګټې لري؟

څېړنو ښودلې، هغه خلک چې پر يوه ټاکلي وخت له خوبه پاڅېږي او پر یوه ټاکلي وخت ویده کېږي، ډېر بریالي او ترڅنګ یې د بشپړې روغتیا خاوندان وي. دا خبره نه یوازې څېړنو ثابته کړې، بلکې کله چې د نړۍ له بریالیو څېرو د هغوی د پرمختګ د راز پوښتنه شوې، هغوی په ځواب کې ویلي دي چې تل پر یوه ټاکلي وخت ویده کېږي او پر یوه ټاکلي وخت بېرته له خوبه راپاڅېږي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د دې په اړه معلومات درکړو، چې که پر ټاکلي وخت ویده شو او پر ټاکلي وخت بېرته له خوبه پاڅېږو زموږ روغتیا ته به کومې ګټې ولري. د لیکنې تر پایه مو ملتیا غواړم!

لومړی: انرژي

د جرمن څېړونکو د څېړنو پایلو ښودلې، هغه خلک چې سهار وختي له خوبه را پاڅېږي، د ورځنیو چارو د ترسره کولو لپاره ډېره انرژي لري او د ورځې په اوږدو کې ژر نه ستړي کېږي. دا ډول انسانان خپلې ورځنۍ چارې په ډېرې مینې او علاقې ترسره کوي. شارما چې د نړۍ په کچه یو لوی لیکوال دی، پر خپل یوه کتاب کې یې لیکي چې د ورځې لومړني ساعتونه د بریا ساعتونه دي. هغه کسان چې د ورځې پیل نه په سمه توګه ګټه اخلي، هغوی کولای شي چې د ورځې له ټولو ساعتونو نه په سمه توګه ګټه واخلي.

دویم: هوښ

هغه کسان چې پر یوه ټاکلي وخت ویده کېږي او پر یوه ټاکلي وخت بېرته له خوب نه پاڅېږي، د هوښ کچه یې لوړه وي. یو شمېر څېړنو ښودلې ده چې پر یوه ټاکلي وخت ویده کېدل او پر ټاکلي وخت له خوب نه پاڅېدل د دې لامل کېږي چې د انسان ماغزه په ورځنیو چارو کې ښه کار وکړي او د خپلو نورو سیالانو نه د کور دننه او له کور نه بهر چارو کې وړاندې وي.

درېیم: په کارونو کې خنډ نه رامنځته کېږي

هغه خلک چې پر یوه ټاکلي وخت ویده کېږي او پر یوه ټاکلي وخت کې بېرته له خوب نه پاڅېږي، کولای شي چې سهار وختي له خوب نه جګ شي، په منظمه بڼه خپل کارونه او ورځنۍ چارې ترسره کړي او د هغوی په کارونو کې هېڅ ډول خنډ نه رامنځته کېږي. ډېری خلک له خوب نه د ویښېدو لپاره خپل موبایل خبرتيا زنګ فعالوي، خو چې کله سهار وختي يې مبایل زنګ وهي، نه شي کولای چې له خوب نه پاڅېږي. خو که چېرې په ټاکلي وخت ویده شي او خوب یې پوره وي، نو کولای شي په ټاکلي وخت سهار وختي له خوبه پاڅېږي. څېړنو ښودلې ده چې که سهار وختي پر یوه ټاکلي وخت له خوب نه پاڅېږئ د ورځې په اوږدو کې خپل کارونه په سمه توګه ترسره کولای شئ.

څلورم: منفي فکرونه مو له سر نه لرې کېږي

څېړونکي وایي هغه خلک چې پر ټاکلي وخت ویده کېږي او پر ټاکلي وخت بېرته له خوبه پاڅېږي، خوب یې پوره وي او د هغو کسانو خوب چې پوره وي ذهن یې له منفي فکرونو نه تش وي او ژوند ته له مثبت لوري نه ګوري. ځکه چې د خوب کمښت د فکرونو د ګډوډېدو لامل کېږي او د انسان پر روح منفي اغېز کوي. نو هڅه وکړئ چې د خوب او ویښېدو لپاره ځان ته ټاکلی وخت وټاکئ، تر څو مثبت فکر ولرئ او ژوند ته له مثبت لوري وګورئ.

پینځم: له ژونده د رضایت احساس

که د ویده کېدو او ویښېدو لپاره سم او منظم پلان ولرو او په سمه توګه یې پر مخ بوځو، له ځان نه به د رضایت احساس وکړو. دا خبره څېړنو ثابته کړې ده او یو شمېر نورې څېړنې ښیي چې پر خپل وخت خوب کول او پر خپل وخت له خوب نه پاڅېدل له ځان نه د رضایت کچه ۱۳ سلنه لوړوي. په دغو څېړنو کې دا په ډاګه شوي وو هغه خلک چې پر خپل وخت ویده کېدل او پر خپل وخت له خوبه بېرته پاڅېدل، نه یوازې دا چې له ځان نه د رضایت کچه يې ۱۳ سلنه لوړېږي، بلکې ۱۸ سلنه د مالي وضیعت د لوړېدو او ۲۱ سلنه د کاري او شخصي ژوند په چارو کې د رضایت لامل کېږي.

شپږم: د پیاوړتیا احساس

د دې ترڅنګ چې د مېوو او سبو خوړل او سپورټ کول انسان ته انرژي وربخښي، پر ټاکلي وخت ویده کېدل او له خوب نه پاڅېدل هم بدن ته انرژي او پیاوړتیا وربخښي.

اووم: د بدن د محافظتی سیسټم پیاوړتیا

خوب د انسان د بدن د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري. خوب د ماغزو او په ټوله کې د انسان ټول بدن ته ګټه لري. پر ټاکلي وخت ویده کېدل او بېرته له خوب نه پاڅېدل د انسان د بدن محافظتي سیسټم پیاوړی کوي، ځکه چې خوب کول د انسان د بدن سوخت او ساز کنټرولوي.

د پورتنیو ټولو ګټو ترڅنګ پر وخت ویده کېدل او بېرته له خوب نه پاڅېدل د انسان د خوښۍ لامل هم کېږي، نو هڅه وکړئ چې پر خپل وخت ویده شئ او بېرته په یوه ټاکلي وخت له خوب نه پاڅېږئ. تر څو ښه او له هوساینې ډک ژوند ولرئ.