سپورټ کرکټ

په ویسټ انډیزۍ لوبډله کې د پخوانیو لوبغاړو تجربه او رول.

رښتیا هم، څومره چې عمر زیاتېږي، تجربه ورسره پخېږي، همدا خبره په کرکټ کې ځینې وختونه د تطبیق وړ وي.

کرکټ یوه داسې لوبه ده، چې د کسبي وړتیا ترڅنګ پکې فطري وړتیا خورا مهم رول لري.

دا چې ویسټ انډیزي لوبغاړي د شل اوریزو لوبو لپاره ښه جوړ دي، نو د ویسټ انډیز په اوسنۍ لوبډله کې د پخوانیو محدودو لوبغاړو شتون د دې سبب شو چې د ایرلېنډ خلاف وروستۍ لوبه کې ستر بری خپل کړي او سیریز مساوي کړي.

د ویسټ انډیز او ایرلېنډ ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو پیل د چهارشنبې په ورځ د جنوري په ۱۵ مه نېټه ویسټ انډیز کې وشو.

لومړۍ لوبه کې ایرلېنډ په ۴ منډو بری خپل کړ، ایرلېنډ، ویسټ انډیز ته د ۷ وېکټو په لوېدو سره د پال سټېرلېنګ د ۹۵ منډو په مرسته ۲۰۹ منډې هدف ورکړی و.

لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هم کېرون پولارډ او ډي جی براوو مثبته او په ښه ایکانومي توپ اچونه وکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه اورښت بې پایلې کړه.

درېیمه لوبه کې بیا پخوانیو لوبغاړو خپله پیاوړې تجربه وښوده، کېرون پولارډ د ایرلېنډ درې وېکټې واخیستې او ورسره پخواني لوبغاړي ډي. جی براوو هم د دریو وېکټو اخیستلو ملتیا وکړه، دواړو پخوانیو لوبغاړو شپږ وېکټې واخیستلې، چې له نیمایي یې زیاتې وېکټې وغورځولې.

کېرون پولارډ ۳۲ کاله عمر لري او پخوانی پیاوړی الراونډر، ورسره ډي جی براوو هم ۳۵ کلن الراونډر دی او څه موده له ویسټ انډیزۍ لوبډلې جلا و، خو اوس بېرته ورسره یو ځای شوی دی.

ویسټ انډیز درېیمه لوبه کې د ایرلېنډ ۱۳۸ منډې هدف په ۱۱ اورونو کې د یوې وېکټې په نقصان سره پوره کړ او ایرلېنډ ته یې په ۹ وېکټو ماته ورکړه.

لېنډل سېمونس چې هم پخوانی ویسټ انډیزی کرکټ لوبغاړی دی، د لس شپږیزو او پنځه څلوریزو په مرسته ۹۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې بري ته ورسوله.

د لوبې غوره لوبغاړی لېنډل سمونس او د ټول سیریز غوره لوبغاړی کېرون پولارډ ونومول شو.

خبره د تجربې ده، یو لوبغاړی چې څومره پنخه تجربه ولري، په همغه اندازه په لوبو کې ښه ځلیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې