په وردګو کې د افغان ځواکونو یوه چورلکه لوېدلې

د راپورونو له مخې دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د ځانګړو ځواکونو چورلکې غوښتل د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي.

د ځانګړو ځواکونو ۷۷۷مې لوا په یوه خپره کړې اعلامیه کې تایید کړې چې یوه ام ای-۱۷ ډوله چورلکه یې په وردګو ولایت کې لوېدلې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې ځانګړو ځواکونو غوښتل هلته عملیات ترسره کړي، خو دغه پېښه رامنځ ته شوې او درې افغان پيلوټان یې له امله وژل شوي دي.

بلخوا طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددغه الوتکې د ويشتلو مسوولیت منلی دی او وایي د الوتکې ټوله عمله وژل شوې ده.

دا پېښه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې په هېواد کې جګړې اوج ته رسېدلې دي خو د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

عام خلک بیا له جګړو ستړي شوي او ژر تر ژره د دایمي اوربند او سولې غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي په هېواد کې د روانې نا امنۍ په اړه د حکومت پر بې پروایۍ نیوکه کوي.

د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي خو حکومت یې پر وړاندې اړین اقدامات نه دي ترسره کړي.

د وکیلانو په خبره له ولسوالیو امنیتي ځواکونه ورسره په اړیکه کې دي او ټول شکایت کوي چې حکومت د وسلو او مهماتو تر څنګ ان د خوراکي توکو او اوبو مرسته هم نه کوي او په خبره یې افغان ځواکونه په ځینو سیمو کې د حکومت د بې پروایۍ له امله له ستونزو سره مخ دي.

وکیلانو پر امنیتي او دفاعي اداراتو غږ وکړ چې شخصي اختلافات یوه لوري ته کړي، روان وضعیت په جدي توګه وڅېړي، د افغان ځواکونو اړتیاوې پوره کړي او د روانې نا امنۍ پر وړاندې دې بې پروايي نه کوي.

وروستي مطالب