په واقعي نړۍ کې د برياليتوب ۱۶۹ ټکي – درېیمه برخه-۵ مهم ټکي یې

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱۱- خپل ورځيني کارونه مو د فهرست په ليکلو سره اولويت بندي کړئ.
د ورځينيو کارونو په ليکلو او هغو ته د شخصي ژوند او دندې پر اساس لومړيتوب ورکولو خپل پلانونه منظم کړئ. هره ورځ مخکې له دې چې خپله کاري ساحه پرېږدئ، د هغو کارونو يو لېست وليکئ، چې بايد سبا ته يې ترسره کړئ. په همدې ترتيب کله چې هر سهار له کور څخه ووځئ بايد د هغو کارونو يو لېست برابر کړئ چې بايد بېرته کور ته د راتګ پر وخت مو ترسره کړي وي. د دې کارونو د ترسره کولو لپاره يوه وړه کتابچه واخلئ چې بايد تل درسره وي او که په ناڅاپي ډول ذهن ته مو څه راغلل، بايد ژر يې وليکئ؛ ترڅو له ياده مو ونه وځي.
۱۲- خپله شااوخوا مو پاکه کړئ، ترڅو ذهن مو هم پاک شي.
منظمه واوسئ ترڅو په تکليف نشئ. هره ورځ مو د خپل کاري ميز د پاکولو، منظمولو او د اضافي توکو لرې کولو ته يو څو دقيقې ځانګړی کړئ. کاري وسايل او نور توکي داسې ډلبندي کړئ چې د اړتيا پر مهال يې په اسانۍ سره پيدا کړی شئ. په همدې ترتيب، د پاک او منظم چاپېريال څخه به خوند واخلئ او وبه شئ کولی چې خپلو اصلي کارونو ته ډېر وخت ولرئ او وخت مو بې ځايه تېر نشي.
۱۳- د کارونو ځينې برخې مو نورو ته وسپارئ.
تاسو نشئ کولی چې ټول کارونه په يوازې توګه ترسره کړئ. نو هڅه وکړئ چې د کارونو ځينې برخې مو هغه چاته وسپارئ چې تاسو ته د اعتماد وړ دي. د کارونو وېش، د ارامښت او نظم کيلي ده او د ( ظرفيت د ډکېدو ) څخه مخنيوی کوي. البته دا ټکی هم ضرور دی، چې بايد څه وخت کارونه په يوازې توګه ترسره کړئ او څه وخت له نورو مرسته وغواړئ.
۱۴- د نورو په کارونو کې د مداخلې د مخنيوي لپاره مو کارونه ډلبندي کړئ.
مخکې له دې چې له کوره ووځئ، بايد د هغو کارونو لېست برابر کړئ چې د لارې په اوږدو کې يې ترسره کړئ. د مناسب او وړ مسير په ټاکلو سره کولی شئ د وخت ضايع کېدو څخه مخنیوی وکړئ.
په همدې ترتيب ترڅو چې د کاليو وينځلو ماشين کالي وينځي، تاسو مو کور پاک او منظم يې کړئ، په هغه موده کې چې له انټرنېټ څخه برنامې ډانلوډوئ؛ ايميلونه مو چک کړئ.
په همهاله ډول د هم شکله کارونو ترسره کول، د وخت د ضياع څخه مخنيوی کوي.
۱۵- د تاريخ او ساعت سره مو ځان عادت کړئ.
د ټولو کارونو او ليدنو په ترسره کولو کې له کاليزې ( جنترۍ ) څخه مرسته واخلئ. د هر کار د ترسره کولو لپاره يو يادښت وليکئ او ترڅنګ يې نېټه يا تاريخ قيد کړئ، که يو نوی کار مو مخې ته راغی؛ هغه هم ژر ژر وليکئ ترڅو وروسته مو له ياده ونه وځي.
يادونه: دا ټکي به برخه برخه د ياران پر پاڼه ولولئ.

له دغو لارو چارو ګټه واخلئ او مه پرېږدئ چې مقابل لوری درته دروغ ووايي!

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

څېړونکي وايي چې شاوخوا ۶۰ سلنه خلک کابو لس دقیقې هم له دروغ ویلو پرته نه شي تېرولای. نو د دغو شمېرو له مخې کولای شو ووايو چې زموږ د شاوخوا خلک د ورځې په ... نور ولولئ