په هېواد کې ۷۲ سیاسي ګوندونو د سولې او اوربند غوښتنه کړې

د سیاسي ګوندونو د تماس کمېټې د دوه اویا ګوندونو په استازولۍ د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د جدي پیل او په هېواد کې د تلپاتې سولې او اوربند غوښتنه کړې ده.

د یادې کمېټې په پرېکړه لیک کې راغلي چې د افغان جګړې په اړه د نړۍ د دیني عالمانو د فتوا په نظر کې نیولو، د دوو لسیزو لاسته راوړنو، ملي وحدت، د ښځو حقونو ته په درناوي سره باید نور په هېواد کې روانه جګړه د خبرو اترو له لارې پای ته ورسېږي.

د تماس ډلې د سیاسي کمېټې منشي محمد یاسین حبیب د د رسنیو د پوښتنو د ځوابولو په ترڅ کې ویلي چې افغان حکومت د سولې د تامین په برخه کې ورترغاړې مسوولیت ادا کړی دی او طالبانو ته په کار ده چې په دې برخه کې عملي او کوټلي ګامونه پورته کړي څو په هېواد کې روانه خونړۍ جګړه هر څه ژر پای ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له لوري د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې پخوانی ولسمشر، د افغانستان د رنځېدلو خلکو لپاره چې هره ورځ له درد او مرګ سره مخ دي، درې ورځنی اوربند هم د ارام ساه اخیستو یو ښه فرصت بولي او هرکلی یې کوي.

اعلامیه کې وړاندې راغلي، د افغانستان خلک دایمي اوربند او تلپاتې سوله غواړي او دا يي طبیعی حق دی.

نوموړي د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې د پردیو په ګټه له روانې جګړې لاس واخلي، له خپل هېواد او خلکو سره د مینې پر اساس او اسلامي او انساني ارزښتونو ته د درناوي لپاره دې دا اوربند دایمي کړي او خپلې ټولې هڅې دې د سولې د خبرو پر بیا پیل او کامیابولو متمرکزې کړي.

بلخوا د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې اعلان شوي درې ورځني اوربند ته په اشارې ویلي چې د طالبانو له لوري درې ورځنی اوربند د خلکو د خوشالولو لپاره یو غوره ګام دی خو په وینا یې د روانې جګړې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او دایمي اوربند دی.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې جګړو ته د پای ټکی کېږدي او د دایمي اوربند په اعلان سره دې د خبرو مېز ته حاضر شي څو له اوسني بحران څخه د هېواد د ایستلو لپاره پر یو پراخ بنسټه سیاسي جوړجاړي توافق ته سره ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې، تجربو ښودلې ده چې د افغانستان بحران نظامي حل لاره نه لري نو غوره ده چې له فرصت څخه په استفادې په هېواد کې تلپاتې، عادلانه او باعزته سولې ته زمینه برابره کړل شي.




وروستي مطالب