په هیواد کې دننه په رسمي توګه د کرکټ لوبو ته اجازه ورکړل شوه!

سپینه تجريدي ډیزاین

افغان کرکټ بورډ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې وایي، چې د بورډ د هلو ځلو وروسته په رسمي ډول په هیواد کې دننه ټولو کورنیو سیالیو ته اجازه ورکړل شوه، خو نندارچیان به پکې نه وي.
نن شنبه د کورونا نه د مخنیوي په توګه بیړنۍ ناسته ترسره شوه، چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش کوله.
یاران uncategorized 374 په هیواد کې دننه په رسمي توګه د کرکټ لوبو ته اجازه ورکړل شوه!
په یاده ناسته کې د افغان کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي وویل، چې داخلې کرکټ نړیوال کرکټ لپاره د چمتوالي لپاره مهم دی.

د ستانکزي په خبره:
«داخلي کرکټ د نړیوال کرکټ لپاره د چمتووالي او غوره سیالیو په موخه یو غوره پیل دی، ترڅو لوبغاړي لومړی باید بشپړ چمتو او له هغه وروسته نړیوالو ډګرونو ته ولاړ شي او د افغانستان لپاره بریاوې راوړي.»
یاران uncategorized 375 په هیواد کې دننه په رسمي توګه د کرکټ لوبو ته اجازه ورکړل شوه!

ستانکزي زیاته کړه، کرکټ لوبه په ازده فضا کې ترسره کېږي او همدارنګه ټول فعالیتونه یې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري څارل کېږي نو اړینه ده، ترڅو په هېواد کې د کرکټ فعالیتونه بیا پیل شي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش یاده غونډه کې وویل، افغان لوبغاړو د هیواد لپاره ډېر ویاړونه راوړي، نو په همدې بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ اداره کولی شي، چې د کورونا ناروغي پر وړاندې د روغتیا وزارت د ټولو سپارښتنو او لارښونو په عملي کولو سره په داخلي کچه لوبې او تمرینات ترسره کړي.
خو هیڅ ډول نندارچیانو ته اجازه نده ورکړل شوې.
یاران uncategorized 377 په هیواد کې دننه په رسمي توګه د کرکټ لوبو ته اجازه ورکړل شوه!
افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کورنیو سیالیو د ترسره کېدو لپاره د تاییدي او منظورۍ ترلاسه کولو په موخه بورډ خپل غوښتنلیک او طرحه لومړی د هېواد د روغتیا وزارت او له هغه وروسته د کورونا ناروغي له خپرېدو د مخنیوي ملي کمېټې ته سپارلي وو چې نن د ډېرو هلو ځلو په پایله کې د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش چې د یادې کمېټې مشري پر غاړه لري، منظوري ورکړل شوه.
دې سره کرکټ بورډ د هېواد په کچه لومړنۍ ورزشي اداره ده، چې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته د هېوادوالو د خوښیو په موخه یو ځل بیا خپل فعالیتونه پیلوي.
د افغان کرکټ بورډ مسوولین وايي، چې دوی په نږدې راتلونکي کې د لومړۍ درجه او شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د پیلولو هوډ لري چې دغه لوبې د یاد اجازه لیک له ترلاسه کولو پرته ناممکنه وې چې دا دی په دې سره به د شپږیزې لیګ او نورې کورنۍ سیالۍ د نندارچیانو له شتون پرته ترسره شي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.